لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

۱۶م دسمبر پاکستاني واکمنو او سياستوالو ته څه ور يادوي؟


په ۱۶م دسمبر د پاکستان حکومتي واکمن او سياستوال د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد په اړوند يادګاري بيانونه ورکوي، خو ورسره په حکومتي پاليسيو سختې نيوکې هم کيږي.

د ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م په ورځ پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد په اړوند بيان کې وزیراعظم عمران خان ویلي،

يادې پېښې ټول قام د دښمن پرضد يو کړو او ترهګرۍ او تندروۍ ته د ماتې ورکولو دپاره تعليم غوره وسله ده.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او پخواني صدر اصف علي زرداري ویلي، په ارمي پبلک سکول د برید وروسته په ملک کې د ترهګرۍ پرضد جوړه قامي تګلاره نه ده عملي شوې.

هغه ویلي په ملک کې اوس هم لاقانونه ګرځول شوې ډلې په بدلو نومونو موجودې دي او زیاته کړې يې ده د پېښور په سکول د بريد کوونکي او قامي تګلاره نه عملي کوونکي دې د قانون منګولو ته راوستی شي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ویلي، د پېښور په سکول کې وژل شوؤ ته انصاف ور نه کړی شوی او د ماشومانو قاتل سرکاري مېلمه جوړ کړی شو.

هغه ويلي که د تندروه فکر خورؤنکو لاس ونه نيول شو نو راتلونکی په خطره کې دی، د ترهګرو سهولت کار او همکار اوس هم په ملکي سياست کې برخه اخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په ټويټر د پېښور په سکول کې د وژل شوؤ سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ويلي دي،

احسان الله احسان الله ته دې سزا ورکړی شي او په سکول د بريد د پلټنو دپاره دې نړیوال کمېشن جوړ کړی شي.

پېښور کې په سکول د ترهګر بريد زمه واري پاکستانی طالبانو منلې او هغه وخت د طالبانو وياند احسان الله احسان ؤ څوک چې دا وخت د پوځ په بند کې دی.

ژورنالسټ سيد طلعت حسېن په ټويټر ویلي، په ۱۶م دسمبر هغه ورځ ده چې مونږ پرې ختيځ پاکستان (بنګال) او په ترهګرۍ کې مو ماشومان د لاسه ورکړه خو د دغو دواړه پېښو نه مو هيڅ زده نه کړه.

هغه ويلي مو دا دواړه پېښې د خپل ياد څخه ويستل غواړو چې داسې هډو څه شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG