لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د ۱۶م دسمبر ۱۹۷۱نه تر ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴ پورې


په ۱۶م دسمبر کال ۱۹۷۱ کې پاکستان دوه ټوټې شوی او بنګله دېش ترې ځانله جدا ملک جوړ شوی او په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴ پېښور کې په ارمي پبلک سکول خونړی ترهګر بريد شوی نزدې ۱۵۰ زده کوونکي ماشومان پکې وژل شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير احسن اقبال وايي، ۱۶ دسمبر راته دوه قامي غميزې رايادوي.

"په ۱۹۷۱ کې مو خپلو د خوېندو غوښتنو ته درناوی ور نه کړو ختيځ پاکستان (بنګال) مو بايلو،په ۲۰۱۴ کې ترهګرو په پېښور کې په ارمي پبلک سکول بريد وکړو او د ترهګرۍ پرضد د جګړۍ مخ يې بدل کړو".

اقبال ویلي بايد نن ژمنه وکړو چې د ختيځ پاکستان په څېر غلطي بيا تکرار نه کړو د خپلو خلکو غوښتنو ته احترام ورکړو.

ژورنالسټ مرتضی سولنګي په ټويټر ويلي،

"په دې ورځ، چې ختيځ پاکستان د لاسه لاړو، جنرل نيازي ـ جنرل اروړه ته تسليم شو،پوځي صدر د شرمه ډکه وېنا وکړه، د تسليمېدو یې ونه ويل، چې هيڅ بد خبر نشته ".

سیاستوال فرحت الله بابر په ټويټر ويلي،

"۱۶م دسمبر د شرم ورځ، پاکستان دوه ټوټې شوی ؤ. خلکو ته د رښتيا نه ويلو غلطي بيا بيا تکرار شوې ده. د حمودالرحمان رپوټ، اېبټ اباد کمېشن او په زوره د بې درکه کړی شوؤ خلکو رپوټونه به په کورس سمولو کې مرسته وکړي".

بل ژورنالسټ مريب مومند وايي،

"په ۱۶م دسمبر ۱۹۷۱ کې چې کله جنرل نیازي په ډهاکه کې د ۹۰ زره پوځ سره د هند د پوځ په وړاندې وسله کېښوده او ملک دوه ټوټې شو، په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴ چې کله د ارمي پبلک سکول د ۱۵۰ نه زيات ماشومان په بې دردۍ ووژل شو، افسوس چې د دواړو پېښوپلټنو ته به تل قوم په تمه وي ".

يو بل ژورنالسټ عمر چيمه د ډان ورځپاڼې يو مخ خپور کړی او ورسره یې ليکلي،

چې کله په ۱۶م دسمبر ۱۹۷۱ جنرل نیازي وسله اېښودې وه ۹۳ پوځيان جنګي قېديان د هند په ولقه ورغلي وو جنرل يحي په لويديځ پاکستان کې خلک بې لارې کول او د سنسرشپ ښکار ميډيا مثبت رپوټنګ کولو، ولولئ او سبق ترې زده کړئ.

XS
SM
MD
LG