لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د سولې خبرې، حمدالله محب وايي سولې راتلونکې ده


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ويلي په متحده عرب اماراتو کې يې کامیابې خبرې شوي او هغه بيرته کابل ته روان شوی دی.

نوموړي د ګل، دوشنبې په ورځ په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د سولې په خبرو کې ګډون کړی او بيا يې دغو ناستو او ليدنو په اړوند د شپې ناوخته په ټويټر ويلي سوله راتلونکې ده،

"د کاميابو دوه اړخيزه خبرو وروسته کابل ته روانېږم، د افغانستان د خبرو د ډلې مشرسلام رحيمي به د خبرو دپاره پاتې وي چې په افغانستان کې خپل منځي خبرو ته زمينه برابره کړي، مونږ د زلمي خليلزاد سره وليدل، او ډله به سبا د متحده عرب اماراتو او سعودي عرب سره ویني، سوله راتلونکې ده".

له دې وړاندې په بل ټويټ کې نوموړي د متحده عرب اماراتو مننه کړې،

"د يو ای اي مننه چې د اتوار، يکشنبې په ورځ يې د افغانستان، يو ای اي، سعودي او امریکا ترمنځ څلورمه ناسته راجوړه کړه.مونږ د صدر اشرف غني په هغه تګلاره خبرې وکړې چې په جنېوا کې يې وړاندې کړې وه چې په افغانستان کې دننه حکومت او طالبان خبرو ته راشي او خپلمنځي خبرې وشي".

د متحده عرب اماراتو د ابوظهبي د ناستې په اړوند طالبانو په يوه اعلاميه کې ویلي، طالب استازو په يوه ځانګړې غونډه کې د سعودي عرب، پاکستان او متحده عرب اماراتو د لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي دي.

ويل شوي په ناسته کې د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ترڅنګ په نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.

طالبانو ويلي، "د یادو هېوادونو د استازو په ګډون د ورځې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره هم ابتدایي خبرې وشوې، نن به بیا هم د مذاکراتو سلسله روانه وي".

پرون د ګل، دوشنبې په ورځ طالبانو ويلي ؤ يواځې د امریکا سره ليده کاته کوي چې پکې به د سعودي عرب سره ځينې نور هېوادونه ګډون کوي.

طالبانو د کابل د دولتي استازو سره د ليدو کتو خبرونه رد کړي وو.

د ګل په ورځ طالب استازو د امریکايي چارواکو سره ليده کاته کړي دي، د وي او ای د راپور ترمخه د دغه ليدنې تابيا پاکستان کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG