لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د پاکستان په مرسته د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې شوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، پاکستان په ابوظهبي کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په راجوړولو کې مرسته کړې ده.

په متحده عرب اماراتو کې پرون د ګل، دوشنبې په ورځ طالبانو د امریکايي استازي زلمي خليلزاد، پاکستان، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو د استازو سره ليدلي دي.

عمران خان په ټويټر ویلي،

"پاکستان د طالبانو او امریکې ترمنځ د خبرو په جوړولو کې مرسته کړې ده. راځئ چې لاس په دعا شو چې سوله بيرته راشي او په زړورو افغانانو باندې نزدې د دريو لسيزو دا جګړه پای ته ورسي. پاکستان به د سولې په بهير کې د خپله وسه هر څه کوي".

په متحده عرب اماراتو کې د پرونو خبرو په اړوند د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره شپه ناوخته په ټويټر ویلي، د زلمي خليلزاد سره یې لیده کاته شوي او د کاميابو خبرو وروسته بيرته کابل ته ستنيږي.

طالبانو ويلي، په ابوظهبي کې يې د سعودي عرب، پاکستان او متحده عرب اماراتو د لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي دي.

په متحده عرب اماراتو کې د روانو په خبرو په اړوند خپره کړې اعلاميه کې طالبانو ويلي،

"د یادو هېوادونو د استازو په ګډون د ورځې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره هم ابتدایي خبرې وشوې، نن به بیا هم د مذاکراتو سلسله روانه وي"​.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG