لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ارګ: د افغان حکومت مذاکراتي ډله ابوظهبي ته رسېدلې ده


د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي، د افغان حکومت مذاکراتي ډله ابوظهبي ته رسېدلې ده چې په نزدې راتلونکې کې د طالبانو د پلاوي سره د مخامخ خبرو دپاره چمتو والی ونيسي.

ارګ نن د نهې، سه شنبې ورځ په ټویټر ويلي، "د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د افغان حکومت مذاکراتي ډله دطالبانو پلاوي سره په نزدې راتلونکي کې د مذاکراتو د پېل او د دواړو لورو مخامخ ناستې ته د چمتووالي لپاره ابوظبۍ ته ورسېد".

ارګ ويلي د حکومت د مذاکره کوونکې ډلې مشر عبدالسلام رحیمي د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي او په پام کې ده چې روانه اوونۍ کې د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له استازو سره هم وګوري.

تېره شپه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ويلي هم په ټویټر دغه خبره کړې وه.

د متحده عرب اماراتو د ابوظهبي د ناستو په اړوند طالبانو په يوه اعلاميه کې ویلي، طالب استازو په يوه ځانګړې غونډه کې د سعودي عرب، پاکستان او متحده عرب اماراتو د لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي دي.

طالبانو ويلي، "د یادو هېوادونو د استازو په ګډون د ورځې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره هم ابتدایي خبرې وشوې، نن به بیا هم د مذاکراتو سلسله روانه وي".

د افغان دولت سره د خبرو په اړوند پرون د ګل، دوشنبې په ورځ طالبانو ويلي ؤ يواځې د امریکا سره ليده کاته کوي چې پکې به د سعودي عرب سره ځينې نور هېوادونه ګډون کوي.

طالبانو د کابل د دولتي استازو سره د ليدو کتو خبرونه رد کړي وو.

نن د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، پاکستان په ابوظهبي کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو په راجوړولو کې مرسته کړې ده.

نوموړي په ټويټر ويلی، "پاکستان د طالبانو او امریکې ترمنځ د خبرو په جوړولو کې مرسته کړې ده. راځئ چې لاس په دعا شو چې سوله بيرته راشي او په زړورو افغانانو باندې نزدې د دريو لسيزو دا جګړه پای ته ورسي. پاکستان به د سولې په بهير کې د خپله وسه هر څه کوي"​.

XS
SM
MD
LG