لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایي ایم ایف:پاکستان ته دپور ورکولو وړاندې به د زړو پورونو جذئیاتو ته کتل وي


نړیوالې مالیاتي ادارې (ایي ایم ایف) ویلي پاکستان ته د نوؤ پورونو ورکولو څخه دمخه به د زړو پورونو جذئیاتو ته کتل اؤ دا خبره ارزول وي چې پاکستان د پورونو د بیرته خلاصولو توان لري که نه؟

پخپله یوه اعلامیه کې ایي ایم ایف ویلي امریکا دا خبره باوري کوي چې د ایي ایم ایف پیسې پاکستان دچین دپورونو خلاصولو دپاره ونه کاروي.

په دې وروستیو کې پاکستان دخپل خراب اقتصادي وضعیت له امله نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف څخه د پور غوښتنه کړې ده خو ایي ایم ایف ته د پورونو ورکولو دپاره ځینې مهم شرطونه ایښودي دي چې پکې نوي ټیکسونه لګول اؤ د روپۍ نرخ غورځول هم شامل دي.

څیړونکي وایي د ایي ایم ایف دشرطونو منلو په نتیجه کې به دپاکستان دننه ګراني نوره هم سیوا شي چې له دې امله حکومت هم وخت نا وخته وایي که له نورو خواؤ یې پیسې پیدا کړې نو ضروري نه ده چې بیا د ایي ایم ایف نه پورونه واخلي.

ایي ایم ایف پخپله تازه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د پورونو د ورکړې تجزیه به کولی شي، د پورونو روڼ والی ډير اړین دی اؤ پاکستان ته د پورنو ورکولو غوڅه پرېکړه به د ایي ایم ایف ایګزیکټیو بورډ یا اجرائیه شورا کوي.

پاکستان ته د پور ورکولو دپاره دایي ایم ایف اؤ پاکستان دچارواکو ترمینځ دخبرو اترو لمړی پړاؤ پرته له کومې نتیجې پائ ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې چې اوس به د ایي ایم ایف ډله په راتلونکې میاشت کې بیا پاکستان ته ځي تر څو دپاکستاني چارواکو سره پخپلو شرطونو خبرې وکړي.

پاکستان اقتصادي وضعیت په دې وروستیو کې تر دې حده خراب شوی چې دمالیاتي درجو ورکولو درېوؤ لویو ادارو څخه د” فچ ریټنګز”په نوم یوې ادارې دپورونو اخستو،د زر مبادلې د لږو ذخیرو،خراب اقتصادي وضعیت اؤ دغوښتل کیدونکو(واجب الادا) پیسو له امله دپاکستان درجه د “B” څخه “B نیګټیو" ته اړولې ده.

د ادارې په وینا دنړیوالې مالیاتي پنګې (ايي ایم ایف)نه دپېسو ترلاسه کولو دپاره کامیابو خبرو اترو بهرنی مالیاتي وضعیت ښه کولی شو خو د ایي ایم ایف د پروګرام په نفاذ کې خطرې موجودې دي.

دپاکستان دحکومت اؤ اؤ ملي بانک د بې کچه هڅو باوجود هم دپاکستان دپام وړ یا په ځان دتکیې ذخیرې په پرله پسې ډول کمیږي اؤ تر شپږم دسمبر دا اووه اربه اؤ ۳۰ کروړه ډلرو ته راغورځېدلې وې چې داپېسې یوازې دیوې نیمې میاشتې دپاره بهر نه دشیانو اخستلو دپاره کافي ګڼل کیږي.

دغه ادارې ویلي پاکستان ته به دخپلواکو پورونو خلاصولو په مد کې راتلونکو درېوؤ کلونو دپاره هر کال د اوو نه نیوې تر نهو اربو ډالرو پورونه لنډول وي چې په دې کې د راتلونکی کال داپریل میاشتې پورې د یو ارب ډالرو دیورو بونډ خلاصول هم شامل دي.

فچ ریټنګز وایي راتلونکو لسو کالو پورې په پاکستان دبهرنیو پورونو د لا ختلو احتمال دی ځکه چې دپاکستان اؤ چین د اقتصادي لارې (سي پیک) څخه به د ګټې وټې یا لاسته راوړنو پیل د کال۲۰۲۰م څخه کیږي.

XS
SM
MD
LG