لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د پوځي عدالتونو موده ختمېدو ته نزدې ده


پاکستان کې د جوړو پوځي عدالتونو موده په شپږمه جنورۍ پای ته رسي، دا پوځي عدالتونه په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴م پېښور کې په ارمي پبلک سکول د بريد وروسته جوړ کړی شوي وو.

پېښور کې په سکول د بريد وروسته په ملک کې د ترهګرۍ پرضد د ۲۰ خبرو (نکاتو) قامي تګلاره جوړه کړی شوې او په ملک کې د ۲۱ ائيني بدلون لاندې د دوه کالو دپاره پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي وو.

ځايي ميډيا وايي د پاکستان تحریک انصاف د حکومت دپاره د پوځي عدالتونو موده نوره غځول يو چېلنج دی ځکه چې په پارليمان کې په درېو کې دوه برخې اکثريت نه لري.

پوځي عدالتونه او غېر معمولي حالات

په کال ۲۰۱۴م کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د بريد وروسته د هغه وخت وزيراعظم نوازشريف ویلي ؤ په ملک کې غېر معمولي حالات دي ځکه غېر معمولي ګامونو ته اړتيا لري.

وروسته بيا د ۲۱م ائيني بدلون لاندې په پوځي اېکټ کې بدلون شوی او په ۶م فرورۍ کال ۲۰۱۵م پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي وو.

د يادو پوځي عدالتونو په کال ۲۰۱۷م کې چې دوه کاله موده پوره شوه، سمدستي يې موده نه وه غځول شوې او د مارچ په میاشت کې بيا د پوځي عدالتونو موده د دوه نورو کالونو دپاره غځول شوې وه.

پوځي عدالتونو کې اورول شوې مقدمې

درې ورځې وړاندې پوځ ويلي ؤ، پوځي عدالتونو ته ۷۱۷ مقدمې لېږل شوې ۵۴۶ پکې پوځي عدالتونو فېصله کړي ۳۱۰ ترهګرو ته د مرګ سزاګانې او ۲۳۴ ته د قېد سزاګانې اورول شوي دي.

ويل شوي تر دې دمه ۵۶ ترهګرو تېزندي کړی شوي دي.

پوځ ويلي په ۵۶ تېزندي کړی شوؤ ترهګرو کې پينځه هاغه هم دي څوک چې د پېښور په سکول بريد کې ککړ وو.

يادې شمېرې د پېښور په سکول د بريد نه څلور کاله وروسته خپرې کړی شوې وې.

په ياد بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې د سکول زده کوونکي ماشومان وو. د برید زمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه.

د پوځي عدالتونو فېصلې ځنډول

د اکتوبر په مياشت کې پېښور هايکورټ د هغو ۷۴ مشکوک ترهګرو سزاګانې ځنډولې چاته چې پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په مقدمو کې د مرګ او عمر بند سزاګانې اورولې وې.

له دې وړاندې په کال ۲۰۱۵م کې سترې محکمې هم د پوځي عدالتونو اورول شوې سزاګانې ختمې کړې وې.

په پوځي عدالتونو نيوکې

پاکستان کې د بشري حقونو نړیوال او سیمه ییز سازمانونه د پوځي عدالتونو په جوړولو د شورو څخه نیوکې کوي او وايي په دغو عدالتونو کې د قضيو اورېدنې پټې ساتل کيږي او تورنو کسانو ته د ځان سپيناوي موقعې نه ورکړی کيږي.

خو حکومت او پوځ وايي تورنو کسانو ته د سپيناوي پوره موقع ورکولی شي.

د اکتوبر په مياشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په پوځي عدالتونو نیوکې کړې او تور يې لګولی ؤ چې په دغو عدالتونو کې بې ګناه پښتنو ته سزاګانې ورکول کيږي.

هغه ويلي ؤ د تور ثبوت يې د پېښور هايکورټ هغه فېصله ده چې د پوځي عدالتونو څخه اورول شوې سزاګانې يې ځنډولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG