لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محسن داوړ: حکومت د پوځ په فشار اې سي ایل ته زموږ د نومونو اچولو منظوري ورکړې


واشنګټن ډي سي ـــ د پاکستان مرکزي کابینې نن په داسې وخت کې له هېواده د سفري بندیز په لیسټ کې د قومي اسمبلۍ د دوو غړو محسن داوړ او علي وزیر د نومونو د اچولو منظوري ورکړې، چې په سېنټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ په غونډه کې له حکومتي وزیرانو په دې اړه سپیناوی غوښتل شوی دی.

محسن داوړ پر خپله ټویټر پاڼه د حکومت دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې دا ډول کار حتی په مارشلایي پوځي حکومت کې هم دومره اسانه نه وو. هغه تور ولګاوه چې د تحریک انصاف حکومت پوځ چلوي، عمران خان یې یواځې پر حکمنانو لاسلیکونه کوي:

"ګوډاګۍ مرکزي کابینې چې مشري یې عمران خان کوي د بوټونو [پوځ] تر فشار وروسته اخر زموږ نومونه په اې سي ایل [د بهرني سفر د بندیز لیسټ] کې واچول او هغه په نامعلوم سبب چې د مملکت د کورنیو چارو وزیر یې د خپلې ډلې په ګډون سپیناوی نه شي کولای".

د سېنټ د بشري حقونو د کمېټۍ غونډه نن د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان د مرکزي پارلمان په ودانۍ کې شوې، چې د حکومتي وزیرانو تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دوه ملاتړي هم ور بلل شوي، چې نومونه یې اې سي ایل ته اچول شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دا تایید کړې، چې په اې سي ایل کې یې د علي وزیر او محسن داوړ د نومونو د اچول کېدو منظوري ورکړې ده. په کورنیو چارو کې د مملکت وزیر شهریار اپریدي د سېنټ د کمېټۍ په غونډه کې ویلي دي، چې څوک د ریاست ادارې چېلنجوي نو حکومت به یې په ضد ضرور ګامونه اخلي، خو نوموړي دا سپیناوی نه دی کړی چې د قومي اسمبلۍ دغو غړیو د ریاست په ضد څه ګامونه اخیستي دي.

محسن داوړ د سېنټ د کمېټۍ غونډې ته ویلي، چې د نومبر په 29مه د پښتونخوا د پولیسو د مشر په امر د کوم ایف ای آر له امله د دوی نومونه په اې سي ایل کې اچول شوي، په هغه کې دوی ته مخکې له مخکې ضمانت ورکړل شوی دی.

محسن داوړ د سېنټ د کمېټۍ تر غونډې وروسته په هغه ویډیو کې چې پر خپل فېسبوک یې خپره کړې ویلي، چې د حکومت د دې ګام په ضد عدالتونو ته نه ځي، بلکې په ضد به یې د پخوا غوندې احتجاجونو ته دوام ورکوي:

"که دوی دا فکر کوي چې موږ به ریښتیا ویل بند کړي، اوس چې دوی ته زموږ له ریښتیا ویلو یو څه تکلیف دی دا تکلیف به یې موږ نور هم ور زیاتوو، په اې سي ایل کې مو اچوي که مو په جېلونو کې اچوي موږ په شا کېدونکي نه یو".

له جنوبي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر له وي.او.اې سره په خبرو کې ویلي، چې د حکومت د دې پرېکړې په ضد یې په قومي اسمبلۍ کې د استحقاق او التوا تحریکونه جمع کړي او دا موضوع به بحث ته وړاندې کوي، خو وایي په دې اړه له اپوزیشن ګوندونو سره هم خبرې کړي چې د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي.

محسن داوړ او علي وزیر د نومبر په 29مه د پېښور له باچا خان هوایي ډګره دوبۍ ته تلل، خو له هېواده بهر د تلو اجازه ور نه کړل شوه او ورته وویل شول چې د دوی نومونه په صوابۍ کې د دوی په ضد د شوي ایف ای آر له امله په اې سي ایل کې اچول شوي دي.

د صوابۍ په ګډون د پښتونخوا او بلوچستان په پښتني سیمو او کراچۍ کې هم د علي وزیر او محسن داوړ په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو مشرانو په ضد مقدمې درج دي. په دغو ټولو مقدمو کې پر دوی تور پورې شوی چې په دغو سیمو کې پخپلو جلسو کې د ریاستي ادارو په ضد خبرې کړې او خلک یې د پوځ په ضد را پارولي دي.

XS
SM
MD
LG