لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ورجینیا کې شلو نه په زیاتو میرمنو دجنسي تیری له امله یو تن ته د۳۵۷کالو دبند سزا


دامریکې ورجینیا ریاست کې دمحکمې دانصاف ورکولو څانګې یا جیوري په ښځو دجنسي تیري په جرم یو پنځوس کلن سړي ته د۳۵۷ کالو د بند سزا وړاندیز کړې ده

دجیوډ لویچک نومې دغه تن په ضد په زوره ښځو باندې د جنسي تیري په ګډون ۱۷ بیلا بیلې مقدمې درج وې.

امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ لیکلي چې فیئر فکس کاونټي کې ددغه تورن شخص په ضد د مقدمو اوریدنه تر دوؤ اوونیو اوریدل شوې چې په دغه مهال دګڼو داسې بوګنوونکو پېښو نه پرده پورته شوې چې دجیوډ لویچک لاس لرنه پکې ثابته شوې ده.

په دې اړوند ویل شوي چې جیوډلویچک کال۱۹۹۵ کې څلورو میرمنو باندې په وحشیانه ډول جنسي تیری کړی ؤ.

د تورن شخص ښځې په کال۲۰۱۶ کې پولیس ته اطلاع ورکړې وه چې دهغې میړه پخپله منلې چې په کال ۱۹۹۵ کې یې څلور میرمنې د ټوپک په زور غیرفطري جنسي حرکتونو ته مجبوره کړې وې اؤ بیا یې پخپله هم په هغوئ جنسي تیری کړی ؤ.

دهغه ښځې دا هم ویلي وؤ چې ددغه تیري په وخت جیوډیچک خپل مخ‌ په ماسک پټ کړی ؤ چې له دې امله تر دوؤ لسیزو پولیس هم دهغه په نیولو نه بریالی کیدلو.

محکمې ته ویل شوي چې جیوډیچک خپلې میرمنې ته دا خبره هم منلې چې د کال ۱۹۹۵ په منځومانه موده کې یې شاوخوا په ۲۰ؤ ښځو جنسي تیری کړی ؤ.

په محکمه کې دجیوډ لویچک میرمن پخپله دخپل میړه په ضد ګواهي ورکړې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې پولیس اوس شهادتونه راټولوي چې جیوډلویچک په څومره میرمنو جنسي تیری کړی دی اؤ د کاونټي قاضي به د جیوري لخوا د وړاندیز کړل شوې سزا د منلو یا هغې کې دکمي پریکړه تر ۱۶م مئ کوي

XS
SM
MD
LG