لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسولې دخبرو دبل پړاؤ پرېکنده غونډه راتلونکې میاشت سعودي کې جوړیږي


په متحده عرب اماراتو کې طالبانو اؤ اسلام اباد کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره افغانستان په سوله له خبرو اترو وروسته دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسیدلی دی.

امریکا په متحده عرب اماراتو کې د سولې په اړوند ترسره شوې خبرې اترې ګټورې ګرځولي اؤ اوس ټاکل شوې ده چې ددغو خبرو نه دغوڅو نتیجو ترلاسه کولو دپاره به بله مهمه غونډه د راتلونکې میاشتې په ۱۵مه نېټه سعودي عرب کې جوړه شي.

په کابل کې د امریکایې سفارتخانې لخوا په یو بیان کې د زلمي خلیلزاد له خولې ویل شوي چې دمتحده عرب اماراتو ناستې افغانستان کې دسولې دټینګښت په اړوند خورا مهمې اؤ ګټورې وې.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د پنجشنبې په ورځ د سرچینو له قوله لیکلي چې د اماراتو په غونډو کې پرېکړه شوې چې افغانستان کې دسولې په اړوند بله پرېکنده غونډه به په ۱۵مه جنورۍ سعودي کې جوړیږي چې پکې به مهمې پرېکړې کولی شي .

پژواک وایي چې دمتحده عرب اماراتو غونډو کې د طالبانو د قطر دفتر د استازو تر څنګ د طالبانو د مشر ملا هبت الله نزدې استازى ملا امير خان متقي او د حقاني ډلې استازى قاري يحيى هم ګډون کړى و.

هم دغه راز په په ې ناستو کې د پاکستان د ډیپلوماتانو تر څنګ د پوځ دوو استازو هم برخه لرله.

د متحده عرب اماراتو د ناستو جزېيات نه دي په ډاګه شوي، خو طالبانو ويلي چې په دې خبرو کې تر اوسه يواځې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو خبرې او ټينګار شوى دى.

خو بيا نورې سرچينې وايي چې په دې ناستو کې د موقت حکومت پر جوړېدو، شپږ مياشتني اوربند، د بنديانو پر خوشې کولو او د طالبانو د قطر دفتر ته رسميت ورکولو باندې هم خبرې شوې دي.

داماراتو د درې ورځنیو غونډو نه وروسته دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دپاکستان دپوځ سرلښکر سره لیدلي وؤ اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په ټینګښت خبرې اترې کړې وې.

دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور په ټوئټر لیکلي وؤ چې جنرال باجوه امریکایي استازي ته باور ورکړی چې افغانستان کې به د سولې اؤ ثبات دپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تر دغو لیدنو کتنو وروسته امریکایي استازی ښاغلی خلیلزاد کابل ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې چې دغلته به دافغان دولتي چارواکو اؤ نورو اړونده اړخونو سره په هاغو پرېکړو خبرې وکړي چې داماراتو په غونډه کې ترسره شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG