لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محب:هیڅ یو هیواد حق نه لري چې افغانستان کې په نوي حکومت چاسره خبرې وکړي


دافغانستان دملي امنیت صلاح کار ډاکټر حمدالله محب وایي افغانستان یو خپلواک هیواد دی اؤ دیو خپلواکه هیواد په توګه بل هیڅ یو هیواد اؤ اشخاص دا حق نه لري چې افغانستان کې دیو نوي حکومت په پلان چا سره خبرې وکړي.

پخپله ټوئټر پاڼه د پنجشنبې په ورځ ښاغلي محب لیکلي دافغانستان خلک دیوې تل پاتې سولې پلوي دي نه دداسې یوې معاملې چې دافغانانو قربانۍ پکې له پامه غورځول شوي وي.

هغه نه ده پخپلو څرګندونو کې د کوم هیواد یا فرد نوم نه دی اخستی چې څوک دافغانستان په نوی حکومت خبرې کوي خو تیره ورځ‌ په رسنیو کې داسې راپورونه راغلي وؤ چې دامریکایي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ دعرب اماراتو خبرو کې طالبانو سره دلنډ مهاله حکومت په جوړولو هم خبرې شوي دي.

طالبانو دا دعوې رد کړي چې ګنې په لنډ مهاله حکومت یا اوربند یې امریکايي پلاوي سره خبرې کړي اؤ ویلي یې دي دهغوئ دخبرو محور امریکا څخه دبهرنیو ځواکونو وتل اؤ دطالب بندیانو خلاصیدل وؤ.

داماراتو غونډې ته که هرڅو افغان دولت خپل کوم لوړ پوړی پلاوی نه ؤ لیږلی خو دافغانستان مرکچي پلاوي پکې برخه لرله.

دملي امنیت صلاح کار لیکلي افغانان په بیړه دسولې تړون نه غواړي بلکې غواړي چې په سوله کې دافغانانو قربانۍ په نظر کې ونیول شي.

ښاغلي محب پخپلو څرګندونو کې دامریکا،سعودي اؤ متحده عرب اماراتو د هاغو وروستیو هڅو ستائنه کړې چې دسولې په برخه کې یې ترسره کړي دي خو ویلي یې دي چې دسولې په اړوند وروستۍ څرګندونې ناسمې دي چې باید سپیناوی یې وشي.

هغه دا هم نه دي ویلي چې دچا څرګندونو ته یې اشاره ده خو ځینې څیړونکي وایي کیدی شي دافغانستان دملي امنیت صلاح کار اماراتو کې دامریکا اؤ طالبانو دنیغ په نیغه خبرو اؤ دسعودي،اماراتو اؤ پاکستان دګډو ناستو په عمل دافغان دولت ناخوښي ښودلي وي.

امریکا،پاکستان یا طالبانو لا ددغه لوړ پوړي افغان چارواکي په څرګندونو خپل غبرګون نه دی ښودلی

XS
SM
MD
LG