لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوټې نه تښتول شوی ډاکټر تراوسه نه دی مالوم شوی


د کوټې نه د تېرې جمعې په ورځ ډاکټر ابراهيم نامالومو کسانو تښتولی خو تراوسه پورې يې هيڅ درک نه دی مالوم شوی.

د اعصابو يا نيورو سرجن ډاکټر ابراهيم خليل په بولان مېډيکل کالج (پوهنتون) کې په دنده ؤ، هغه د کوټې د شهباز ټاؤن څخه تښتول شوی ؤ.

د ډاکټر د تښتولو زمه واري چا نه ده منلې.

خو په کوټه کې ډاکټرانو د ابراهيم خليل د تښتونې پرضد احتجاج پېل کړی او د کوټې په دولتي روغتونو کې يې په اوـ پي ـ ډي کې يې احتجاجا کار ودرولی دی.

د کوټې نه د ډيوه خبريال حفيظ الله شيراني وايي، د ډاکټرانو د اېکشن کمېټۍ ویاند ډاکټر حنیف لوڼې ورته ویلي، د ګل، دوشنبې د ورځې پورې يې د سېول او بولان روغتون سره د کوټې په نورو روغتونو کې احتجاجا کار ودرولی دی.

لوڼي ویلي يواځې د پېښو يا حادثو، ماشومانو پېدا کېدو او زړونو د ناروغانو په څانګو کې ډاکټران موجود دي.

په کوټه کې سېول او بولان غټ دولتي روغتونونه دي چرته چې نه يواځې د کوټې او چاپېره لرې پرتو علاقو ناروغان راځي بلکې د افغانستان نه ورته هم په لويه شمېره کې ناروغان علاج له راځي.

د ډاکټرانو د نشتوالي له امله ناروغان او خپلوان يې وايي د سختو ستونزو سره مخ دي.

پوليس چارواکي وايي د ډاکټر خليل د مالومولو دپاره هڅې روانې دي.

ډاکټر لوڼی وايي د کوټې پوليس مشر ډي ايي جي عبدالرزاق چيمه ورته ویلي، په دغو پېښو کې لاقانونه ډلې لاس لري ځکه چې د هغو سره پېسې کمې شي بيا د تاوان دپاره خلک تښتوي.

د نوموړي په وېنا په تېرو لسو کالو موده کې تر ۴۰ زيات ډاکټران د کوټې څخه تښتول شوي او زياتره بيا د پېسو ورکولو په تاوان راخوشي کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG