لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارګ: طالبان مخامخ خبرو ته رانغله، سیاسي ماتې يې وخوړه


د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي، طالبان د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي سره نه دي مخامخ شوي او دا د طالبانو لپاره سياسي ماتې ده.

ارګ ويلي، د افغانستان د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی متحده عرب اماراتو ته له درې ورځني سفر وروسته کابل ته رسېدلی او د خپل سفر جزییات یې له جمهوررئیس او د حکومت له نورو مشرانو سره شریک کړي دي.

د افغانستان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي د امریکا، سعودي عربستان او عربي متحدو اماراتو له استازو سره خبرې کړي دي.

د ارګ په بيان کې ويل شوي، دا چې مخالف لوری د مخامخ خبرو لپاره حاضر نشو، په دې هکله د سعودي عربستان، عربي متحدو اماراتو او امریکا استازو خپله ژوره خواشنیني څرګنده کړه او د راتلونکي لپاره په دې ټینګار وشو چې د مخامخ خبرو اترو لپاره به د افغانستان دوست هېوادونه خپل مثبت رول لوبوي.

"دا چې مخالف لوري د توقع خلاف کار وکړو او طالبانو د افغان ولس او نړیوالې ټولنې دغه برحقه غوښتنه رد کړې ده، په دې کارسره یې وښوده چې دوی د سیمې خیر نه غواړي، سولې ته ژمن نه دي او د جګړې دوام غواړي چې دا د طالبانو لپاره یو سیاسي شکست دی".

ارګ زياته کړې د طالبانو پر دې پرېکړې چې مذاکراتو ته حاضر نشول، د طالبانو هغه عناصر چې سوله غوښتونکي دي، هم له دغه مسوولیت څخه ځانونه نشي خلاصولی.

ارګ د متحدو عربي اماراتو په کوربه توب او د امریکې او سعودي عرب د پلاوو په ګډون ناسته چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ مستقیمو مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره جوړه شوې وه، قدرداني کوي.

"له بده مرغه هغسې چې توقع کېده، مخالف لوري سره مذاکرات ونشول، د افغانستان حکومت د مسوول نظام د یوې برخې په توګه خپل رسالت ترسره کړ، خو له مخالف لوري څخه مو چې کومه توقع درلوده، ترلاسه نشوه".

صدارتي ماڼۍ زياته کړې "خو له دې ټولو سره سره دا په دې معنا نه ده چې د افغانستان حکومت به د ولس دغه برحقه غوښتنه چې سوله ده، پرېږدي".

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې ویلي، پاکستان، متحدہ عرب اماراتو، سعودي عرب هڅه وکړه چې په ابوظبۍ کې دافغان حکومت دپلاوي او طالبانو داستازوترمنځ مخامخ خبرې وشی خو طالبانو د هغوی غوښتنه ونه منله.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي له افغان پلاوي سره دطالبانو د نه لیدو پریکړه تیروتنه ده او دا به د هغوی لپاره بدې پایلې ولري.

نوموړي وویل “پاکستان، اماراتو اوسعودي کوشش وکړ چې طالبان او د افغان حکومت پلاوي د خبرو میز ته کینوي او په خپل منځ کې دسولې په اړه د راتلونکو خبرو اترو ته زمینه برابره کړي خو بدبختانه چې طالبانو په دې اړه موافقه ونه کړه.

خلیلزاد ویلي، که طالبان په ریښتیا هم سولې ته ژمن وي باید له افغان حکومت سرہ د سولې د مذاکراتو میز ته کښیني او د افغانستان د راتلونکي په تړاو یوې پریکړې ته ورسیږي.

په ابوظبۍ کې د امریکا او د طالب استازو ترمنځ درې ورځنۍ خبرې اترې چې د پاکستان،اماراتو او سعودي استازو په موجودیت کې د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسیدې ټاکل شوې بله ناسته په به په سعودي عرب کې ترسره شي.

په سعودي کې د افغان سولې په تړاو د راتلونکې غونډې د جوړېدو نیټه نه ده اعلان شوې خو د رپوټونو له مخې په دې ناسته کې به د افغان حکومت رسمي پلاوی هم برخه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG