لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده عرب اماراتو پاکستان ته د درېوؤ اربو ډالرو ورکولو اعلان وکړو


متحده عرب اماراتو پاکستان ته د دریوؤ اربو ډالرو ورکولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې دا پېسې به دپاکستان ملي بانک کې جمع کوي .

دپاکستان ځپل شوي اقتصادي وضعیت ته د اډاڼې ورکولو دپاره تر دې وړاندې سعودي عرب هم پاکستان ته د ۱۲ اربو ډالرو دپنګې ورکولو اعلان کړی چې په هغې کې یې دوه اربه ډالر پاکستان ته ورکړي دي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان د متحده عرب اماراتو مننه کړې چې د ازمیښت په دې سختو شیبو کې یې پاکستان ته په پراخه زړه د مرستې لاس ورغځولی.

دمتحده عرب اماراتو لخوا پاکستان ته د درېوؤ عربو ډالرو ورکولو اعلان د ابوظهبي پرمختیايي ادارې پخپل یو بیان کې کړی اؤ ویلي یې دي چې په دې پېسو به دپاکستان معیشت پیاوړی اؤ د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم ښې شي.

دغه پیسې به پاکستان کې په اتوؤ پرمختیايي‌ پروژو مصرفیږي چې هغې کې دانرژۍ،روغتیا، تعلیم اؤ سړکونو په څېر مهمې پروژې شاملې دي.

اقتصاد پوهان وایي چې پاکستان ته د نوؤ مرستو ترلاسه کیدلو سره به دپاکستان زرمبادله ذخیرو باندې فشار کې کموت راشي اؤ د ډالر مقابله کې به د روپۍ نرخ هم یو څه وخیژي.

اقتصاد پوهه محمد سهیل دپاکستان یو شخصي ټي‌ وي ته ویلي چې په نوؤ مرستو دپاکستان اقتصاد ضرور تر یو حده پیاوړی شي خو ولې اوس هم پاکستان اړ دی چې د اقتصادي جنجال نه د وتلو دپاره د ایي ایم ایف څخه پور واخلي.

داکتوبر په میاشت کې دپاکستان وزیراعظم ویلي وؤ چې په تیره یوه لسیزه کې په پاکستان بهرني پورونه ۳۰اربو ډالرو ته رسیدلي دي اؤ ګردشي پورونه یو زر اؤ دوه سوه اربه روپۍ دی.

خارجه وزیر شاه محمود قریشي تیره میاشت خبریالانو ته ویلي وؤ چې په تیرو لسو کالو کې پخوانیو حکومتونو پاکستان د ۱۲ اربو ډالرو دخسارې لاندې راوستی اؤ موجوده حکومت کلهم ۶ږ۲ اربه ډالر دبهر نه ترلاسه کړي دي.

وزیراعظم عمران خان په واک کې له راتلو مخکې د بهرنیو پورونو اخستو سخت خلاف ؤ خو حکومت ته له رسیدلو وروسته یې وویل چې هیواد په اقتصادي لومو کې ګیر شوی اؤ دعارضي اقتصادي کړکیچ نه د وتلو دپاره بهر نه پورونه اخستل اړین دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG