لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه د۱۴ؤ نورو ترهګرو په دار دخېژولو منطوري ورکړې


دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په ترهګرۍ اؤ نورو سختو جرمونو کې دککړو ۱۵ؤ ترهګرو د تېزندۍ د سزا منطوري ورکړې ده.

دپاکستان پوځ د جمعې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې دغه ترهګر په پوځیانو اؤ قانون پځائ کوونکو ادارو باندې بریدونو کې ککړ وؤ .

پوځ وایي دې ترهګرو ټول ۱۶ کسان وژلي وؤ چې په هغې کې ۱۳ پوځیان اؤ درې عام وګړي شامل دي اؤ ددې ترڅنګ یې په ترهګریزو عملیاتو کې ۱۹ کسان ژوبل کړي هم وؤ.

دپوځ دبیان ترمخه کومو ترهګرو ته چې دمرګ سزا اورول شوې دهغوي نومونه محی الدین صالح ،ګل زمین ،فضل هادی،محمد وہاب، ګل محمد، بشیر خان ، آفرین خان، برکت علی،محمداسلام،روح الامین،شت مند،باچا وزیر، محمد او محمد اسماعیل دي.

په بیان کې راغلي چې پوځي محکمسې ۲۰ؤ نورو ترهګرو ته هم د مرګ سزاګانې اورولي دي.

تر دې وړاندې په ۱۶م دسمبر هم د۱۵ ترهګرو په دار دخیژولو منطوري ورکړې وه

پاکستان کې د جوړو پوځي عدالتونو موده په شپږمه جنورۍ پای ته رسي، دا پوځي عدالتونه په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴م پېښور کې په ارمي پبلک سکول د بريد وروسته جوړ کړی شوي وو.

روانه اوونۍ پوځ ويلي ؤ، پوځي عدالتونو ته ۷۱۷ مقدمې لېږل شوې ۵۴۶ پکې پوځي عدالتونو فېصله کړي ۳۱۰ ترهګرو ته د مرګ سزاګانې او ۲۳۴ ته د قېد سزاګانې اورول شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG