لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد:افغان سوله کې به نزدې ورځو کې دپاکستان کردار ته کتل وي


افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي پاکستان افغانستان کې دسولې په اړوند کردار ترسره کولی شي خو کتل به دا وي چې پاکستان په راتلونکو ورځو یا اوونیو کې څه رقم عملي ګامونه اخلي.

دافغانستان طلوع اؤ اریانا ټيلي ویژنونو سره په خبرو کې زلمي خلیل زاد ویلي"له بده مرغه طالبان دافغان حکومت پلاوي سره په ليدو نه صلاح کیږي، اؤ زه فکر کووم چې دا دهغوي(طالبانو) يوه تيروتنه ده او دامريکا په ګډون په برخه والو هيوادونو يې منفي اغيزه کړې ده"

روانه اوونۍ دمتحده عرب اماراتو دغونډو پر مهال طالبانو د افغان مرکچي پلاوي سره له لیدنې انکار کړی ؤ چې افغان دولت په دغه عمل ناخوښي ښودلې اؤ د ارګ لخوا خپور شوي یو بیان کې دا دطالبانو ماتې بلل شوې ده.

افغان سوله کې د پاکستان دکردار په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې امریکایي استازي ویلي " لکه دامريکا، سعودي او متحده عرب اماراتو،پاکستان هم دافغان حکومت سره دسولې په خبرو کې کردار ادا کولى شي "

نوموړي زیاته کړې امريکا په افغانستان کې دسولې موقعې وينې او په دغو کې يوه دا ده چې طالبان وايي ملي حل نشته،

خليلزاد وويل " هغوي (طالبانو)راته ويلي مونږ تاسو ته ماتې نه شو درکولى، نو بايد مونږ لمړى له تاسو سره کښينو، دکوم مطلب چې امريکا او بيا افغانان اوستونزه د سياسي لارو چارو هوارول دي"

دافغانستان دملي امنیت صلاح کار ډاکټر حمدالله محب هم تیره ورځ داماراتو دغونډو په ځېنو برخو کلکې نیوکې کړې وې او ویلي یو دیو خپلواکه هیواد په توګه هیڅ یو هیواد یا فرد ته حق نه دی ترلاسه چې افغانستان کې دنوي حکومت په پلان چا سره خبرې اترې وکړي.

ښاغلي محب دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې وې چې په په ځېنو رسنیو کې دعوه وشوه چې داماراتو غونډه کې افغانستان دپاره دیو لنډ مهاله حکومت په پلان هم خبرې شوي دي.

خو طالبانو سپینه کړې چې داماراتو په ناسته کې داسې هیڅ خبرې نه دی شوي.

کله چې د زلمي خلیلزاد څخه د لنډ مهاله حکومت اؤ د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو په اړوند پوښتنه وشوه نو هغه وویل " مونږ په لند مهاله حکومت يا دټاکنو په ځنډولو خبره نه ده کړې"

هغه وويل دامريکا سره کرښه دا ده چې دالقاعده او داعش پشان ترهه ګر بايد دافغانستان دخاورې څخه دامريکا او نړيوالې ورورولۍ په ضد د ورانکاریو جوګه نه وي او دغه مقصد ته درسيدو لپاره دافغانانو په مشرۍ دسولې تړون ته رسيدل ضروري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG