لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د بوديجې په سر خبرې ناکامه شوي، ځينې حکومتي برخې د شټ ډاؤن ښکار


د امریکا په کانګرس کې د مرکزي بوديجې (بجټ) د نه منظورېدو له سببه د حکومت ځينې برخې د شټ ډاؤن ښکار شوي دي.

شټ ډاؤن د امریکې په وخت د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې په ۱۲ بجې پېل شوی او د شټ ډاؤن له امله د مرکزي حکومت ۲۵ فيصده برخې اغېزمنې شوي او نزدې په اته لاکه حکومتي کارمندانو کې به نزدې نيم بې د تنخوا نه په جبري چهټۍ ولېږل شي.

د راپورونو ترمخه څلور لاکه کارکوونکي به تر هغې وخته پورې بې د تنخوا کار کوي څو پورې چې کانګرس د بوديجې منظوري نه وي ورکړي.

د مالي لګښتونو د مسودې د منظورۍ دپاره د جمعې د شپې ۱۲ بجو پورې وخت ؤ خو د جمعې په ماښام د سېنېټ او اېوان د استازو غونډه بې د بودېجې د منظورۍ نه ځنډول شوې وه.

صدر ټرمپ په دې ټينګار کوي چې کانګرس دې په بوديجه کې د نورو حکومتي برخو سره د ميکسيکو سره په پوله د ديوال جوړولو دپاره پینځه اربه ډالره هم ځانګړي کړي.

خو ډېموکرېټس د ياد ديوال د جوړولو مخالفت کوي او په بوديجه کې د برخې ځانګړې کولو نه يې ښکاره انکار کړی دی.

د جمعې په ماسپښين صدر ټرمپ د وړاندې نه د شټ ډاؤن زمه واري په ډېموکرېټس باندې ور اچولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG