لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوهستان کې دوه هلکان او دوه جينکۍ د غېرت په نوم وژل شوي


د خېبرپښتونخوا په شمالي ضلع بر کوهستان کې دوه جينکۍ او دوه هلکان د غېرت په نوم وژل شوي دي، دا ټول کسان د يوې کورنۍ دي.

د کوهستان ضلعې د پوليس مشر عبدالصبور خان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی دی.

د چارواکو په وېنا دا پېښه د چجنګ داسو په علاقه کې رامنځته شوې ده.

پوليس ویلي رؤف نومې تن خپله سکه لُور او ورېره د دوه ځوانانو هلکانو سره وژلي او وژل شوي ټول په خپل مينځ کې د ترونو اولاد دی.

ويل شوي په پېښه کې ککړ تن د موقعې وروسته تښتېدلی او پوليس یې پرضد مقدمه درج کړې ده.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې يو ځوان هلک او پېغله جينۍ د غېرت په نوم وژل شوي وو.

په پاکستان کې وخت په وخت د غېرت په نوم وژنو پېښې رامنځته کيږي او د بشري حقونو تنظيمونه يې په کلکه غندنه کوي.

د بشري حقونو تنظيمونه وايي په پاکستان کې د غېرت په نوم وژنو او په ښځو د تشدد دپاره د قوانينو جوړولو ادعاوې کيږي او ځینې قوانين موجود هم دي خو په هغو عمل نه کيږي.

د پاکستان د بشري حقونو د چارو مرکزي وزیرې شېرین مزاري تېره میاشت سېنېټ ته په وړاندې کړي رپوټ کې ویلي ؤ، چې په تېرو پینځو کلونو کې په پاکستان کې ۵۳۱۲ ښځې وژل شوې دي.

شېرین مزاري ويلي چې په دغو کې ۱۵۴۸ ښځې د غېرت په نوم وژل شوي دي.

په پاکستان کې د بشري او ښځو د حقونو دپاره کارکوونکې ادارې وايي، د غېرت په نوم د وژنو زياتره پېښې نه رپوټ کيږي او ډېر خلک دغه ډول پېښې پټې ساتي او ډېرې ښځې بيا د خپلو حقونو څخه نه وي خبر ځکه هغوي هم غلې پاتې کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG