لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه:دپاکستان په ضد د برېښنایي جګړې کردارونه زمونږ خپل خلک دي


دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي پاکستان اوس د برېښنایي جګړې د ګواښونو سره مخ دی اؤ ددې جګړې مرکزي کردارونه زمونږ خپل خلک دي.

پوځي مشر نه ده واضحه کړې چې "مرکزي کردارونه" چاته وایي خو کیدلی شي دهغه اشاره دپښتون ژغورنې غورځنګ ته وه چاته چې روانه میاشت پوځ ګواښونه کړي وؤ چې باید له هغې سرې کرښې وانه وړي چې ریاست دطاقت په کارؤلو مجبورولی شي.

کراچۍ کې د سمندري ځواکونو د روزنې اکیډیمۍ کې دسلامۍ دستورې ته خپله وینا کې پوځي مشر "ویلي عصري ټیکنالوجۍ د جګړو بڼه اؤ د طاقت توازن بدل کړی دی ،مونږ اوس دبرېښنایي جګړې دګواښونو سره مخ یو"

جنرال باجوه وویل دبرېښنایي جګړې ګواښونو مقابلې دپاره به مونږ ته خپل روایتي سوچ بدلول اؤ نوې طریقه خپلول وي.

دپوځ سرلښکر ویلي “مونږ ته به د دښمن په چالونو ځان پوهه کول اؤ هر وخت دهغې دجواب ورکولو دپاره بیدار اوسیدل وي،په میډیا، فکري محاذ اؤ د انټرنیټ په نړۍ کې به ټولو تیریو ته دځواب ورکولو دپاره چمتو پاتې کیدل وي”

هغه دکومې ډلې یا فرد له نوم اخستلو پرته ویلي “دنوؤ ګواښونو مرکزي کردارونه زمونږ خپل خلک دي،دا خلک کرکې،خواهشاتو،ژبې،مذهب اؤ دټولنیزو رسینو بریدونو بې لارې کړی دي،زمونږ خپل زلمي اؤ پېغلې ددغسې ګواښونو اؤ تندو بیانیو ښکار کیږي،ددې مقابله کې به مونږ ته زیاته غوره بیانیه وړاندې کول وي”

تر دې وړاندې هم جنرال باجوه دغسې څرګندونې کړې وې چې پر هغه مهال یو شمیر څیړونکو ویلي وؤ اشاره یې دپښتون ژغورنې غورځنګ ته ده.

خو دپاکستان پوځ تر دې وړاندې دپښتون ژغورنې د غورځنګ دفعالینو په هکله دا هم ویلي چې” دا زمونږ خپل بچي دي،که ګېلې یې وي هغه پر خبرو ختمیدی شي خو دجذباتو نه باید بهر را اوځي”

روانه میاشت دپاکستان پوځي ویاند میجر جنرال اصف غفور میډیا سره دخبرو پر مهال دپښتون ژغورنې غورځنګ ته ګواښ کړی ؤ چې باید تر هغې سرې کرښې وا نه وړي چې ریاست د طاقت په استعمال مجبور کړي.

خو دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین بیا وایي چې دهغوئ ټولې غوښتنې دپاکستان دائین اؤ‌قانون په اساس دي اؤ که که څوک ورسره اختلاف لري نو ښکاره دي کړي چې دغه غورځنګ کومه غوښتنه د ائین اؤ قانون څخه بالا کړې ده؟

دپښتون ژغورنې غورځنګ د ریاست نه غوښتنې کوي چې بې درکه کړل شوي پښتانه دې محکمو ته وړاندې کړل شي، د حقیقتونو درک کولو یو قامي کمیشن دې وټاکل شي تر څو معلومه کړي څوک د بېګناه پښتنو په وژلو اؤ زورؤلو کې ککړ دي اؤ ددې ترڅنګ دې د پښتنو ناحقه وژنې ودرول شي.

ددې ترڅنګ پي ټي ایم په چیک پوسټونو پښتنو سره د بد چلند د مخنیوي اؤ‌ پخوانیو قبائیلي سیمو څخه د ښخو مائنونو دپاکولو غوښتنې هم لري خو پوځ وایي چې د پي‌ ټي‌ ایم ډيرې غوښتنې یې پوره کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG