لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسرائیلي وزیراعظم نيتن ياهو او دترکي صدر اردوان په يو بل سختې نيوکې کړي


اسرائيلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو او دترکي صدر رجب طيب اردوان په يو بل سختې نيوکې کړي اؤ په يو بل يې د ولسي وګړو دقتل عام تورونه لګولي دي.

دترکي او اسرائيل ترمينځ اړيکې هاغه مهال سختې تاؤژنې شوې چې ترک صدر رجب طيب دروان اسرايلي وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو يو" ظالم " وګرځولو

نيتن ياهو ترک صدر ته وروستو ديوې وينا په مهال پخپل غبرګون کې اردوان يو اسامي ضد آمر ګرځولى دچا په ذهن چې دنيتن ياهو له مخې داسرايلو غلبه ده.

دترکي او اسرائيل ترمينځ سږکال دګڼو معاملو له امله اړيکې دتاوتريخوالي ښکار دي چې پکې داسرايلي پارلمان هاغه منظور کړى لانجمن قانون هم شامل دى چې پکې اسرائيل ديهوديانو قامي رياست ګرځول شويدى.

دخالي په ورځ هم ددواړو مشرانو ترمينځ لفظي شخړه شوې ده.

دخالي په ورځ ترک صدر رجب طيب اردوان دځوانانو يوې ډلې ته ويلي " هاغه دښمن په لته مه وهئ چې په زمکه مو راپرځولى وي، تاسو په اسرايل کې يهود نه يئ" داردوان ددغه جملې اشاره په ظاهري توګه د لويديزې پولې او غزا اسرائيلي محاصرې ته وه.

خو په اسرائيلو کې هم داسې نه وه چې ګنې دترک مشر ددغه بيان خبر وانه خستل شو بلکې نيتن ياهو وروستو ديو ټويټ پيغام له لارې دترکي دشمالي قبرص دقبضې غندنه وکړه.

نيتن ياهو پخپل ټويټ پيغام کې وويل " اردوان، دشمالي قبرص قابض، دچا پوځ چې په کُردي کليو کې، دترکي دننه او بهر، دښځو او ماشومانو قتل عام کوي ، بايد اسرايلو ته تبليغ ونکړي"

د نيتن ياهو ددغو څرګندونو په ځواب کې بيا داردوان نزدې ملګري ابراهيم کيلن وليکل " په اردوان دنيوکې يا دکردانو دسياسي برخې په توګه کارول به (نيتن ياهو) دخپلو کورنو ستونزو څخه ونه ژغوري"

XS
SM
MD
LG