لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل برید کې د وژل شوؤ شمیره۴۰ؤ ته رسېدلې ده


افغان چارواکي وایي د دوشنبې په ورځ کابل کې په یوه دولتي ودانۍ شوي ترهګریز برید کې د وژل شوؤ کسانو شمیره ۴۰ کسانو ته رسیدلی اؤ ۱۰ کسان نور ژوبل شوي دي.

دافغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مجروح د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وژل شوؤ کې ۱۱ ښځې اؤ ۱۹ سړي شامل دي.

دغه برید پرون د فوائد دعامې د وزارت اؤ د شهیدانو اؤ معلولینو د چارو دمعنیت په ودانیو شوی ؤ.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ویلي د برید پر مهال دغو ودانیو څه ۳۵۷ کسان په خوندي توګه ویستل شوي دي.

تر اوسه ددې برید مسولیت کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخستی خو له دې وړاندې چې عموماً افغانستان کې په دولتي ودانیو څومره ترهګرېز بریدونه شوي هغې کې د زیاترو پړه حکومت مخالفه طالبانو پرغاړه اخستې ده.

په کابل کې په دولتي وانیو دا برید پر داسې مهال شوی چې امریکا هڅې کوي افغان دولت اؤ‌ طالبان خپلو کې سولې ته اماده کړي اؤ په دغه لړ کې په قطر،متحده عرب اماراتو،کابل اؤ اسلام اباد کې څو غونډې هم شوي دي.

امریکا افغانستان کې دسولې مسولیت افغان نژاده زلمي خلیل زاد ته سپارلی اؤ هغه وایي چې امریکا،طالبان اؤ افغان دولت درې واړه اړخونه په دې خبره یوه خوله دي چې افغان کشاله باید په خبرو اترو له سیاسي لارې هواره کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG