لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوڅ مشران د لادرکه کسانو په ستونزه دپوځ سرلښکر سره خبرې غواړي


دبلوچستان نیشنل ګوند (مینګل)مشرانو وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کې دهغه نه غوښته کړې چې د دوئ لیدنه باید دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره وکړي ترڅو هغوئ پوځي سرلښکر سره بلوچستان نه دبې درکه کړل شوؤ‌ خلکو په ستونزه وغږیږي.

دبلوچستان نیشنل ګوند مشران وایي د اوبو د بندونو اؤ اقتصادي لارو په جوړولو د بلوچستان ستونزې نه هواریږي بلکې باید د بې درکه کړل شوؤ کسانو د ستونزې سیاسي هواری ولټول شي.

د ډان ورځپاڼې د یو راپور له مخې دبلوچستان نیشنل ګوند مینګل‌ ډلې مشرانو اوړمه ورځ وزیراعظم عمران خان سره لیدلي اؤ هغه یې بلوچستان څخه د بې درکه کړل شوؤ کسانو په اړوند دخپلو اندېښنو څخه خبر کړی.

بلوڅ مشران اؤ دبشري حقونو غیر دولتي سازمانونه وایي د بلوچستان څخه په زرګونو کسان امنیتي ادارو پورته کړي اؤ په زوره یې بې درکه کړي دي دي.

خو امنیتي ادارې دغه تورونه ردوي اؤ وایي چې د بې درکه کسانو دموندنې دپاره کوم دولتي کمیشن جوړ کړل شوی هغې ډیرې دوسیې هوارې کړي اؤ اوس ډیر کم بې درکه خلک پاتې شوي چې لټون یې روان دی.

د مینګل ډلې مشر نواب اختر مینګل ډان ورځپاڼې ته ویلي “له وزیراعظم څخه مو وغوښتل چې مونږ باید د پوڅ دسرلښکر مخې ته کښېنوي ترڅو هغه د بې درکه خلکو په اړوند د خپلو اندېښنو نه خبر کړو”

هغه وایي وزیراعظم ورسره په تیره لیدنه کې ژمنه کړې وه چې د بلوچستان نیشنل ګوند مشران به د پوځ سرلښکر سره لیدنې ته کښینوي اؤ په اوسنۍ لیدنه کې هغوئ وزیراعظم ته ویلي چې اوس باید خپله دغه ژمنه سرته ورسوي.

بلوڅ مشران وایي وزیراعظم ورسره ژمنه کړې چې هغه به ډیر زر په دې هکله د پوځ سرلښکر سره وغږیږي اؤ د لیدنې دپاره به ترې وخت واخلي.

په بلوچستان ایالت کې د کال ۲۰۰۸م څخه د خلکو په زوره د بې درکه کولو اؤ د وژل شوؤ کسانو د مړو موندلو لړۍ چټک شوې وه اؤ د بلوچستان دکورنیو چارو محکمې له مخې دکال۲۰۱۰م څخه ۲۰۱۶م پورې ددغه ایالت نه د زرو څخه زیات مسخ شوي مړي موندل شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG