لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قرېشي: له چینایي سیال سره مې پر افغان سوله او د امریکایي پوځونو پر امکاني وتلو خبرې وکړې


واشنګټن ډي سي ــــ د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په چین کې د خپلو دوه اړخیزه اړیکو، سیپېک منصوبې او سیمه ییز امنیت تر څنګ په دوبۍ کې د امریکایي چارواکو او طالبانو د خبرو او له افغانستانه د نیمایي امریکایي ځواکونو د امکاني وتلو په اړه هم خبرې کړې دي.

شاه محمد قرېشي افغانستان، ایران، چین او روس ته د خپل سفر په ترڅ کې له کابل نه وروسته د نهې- سه شنبې په ورځ چین ته ورسېد او هلته یې له خپل چینایي سیال وانګ یي سره په خبرو کې د افغانستان په اړه "پراخو موافقو" ته رسېدلي دي.

ښاغلي قرېشي تر دې لیدنې وروسته ویلي، چین په افغانستان کې د امن، ارامۍ او اوربند او له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو په برخه کې د پاکستان د هڅو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه هڅې باید دوام ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دې باور دي چې د افغانستان شخړه له پوځي لارې نه حل کیږي او د حل یواځینۍ لاره یې سیاسي روغه جوړه او خبرې دي.

شاه محمود قرېشي له خپل چینایي سیال سره تر تفصیلي لیدنې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له ښاغلي وانګ یي سره د خبرو یوه مهمه ایجنډا یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د امکاني وتلو موضوع وه، خو په دې اړه تفصیلي معلومات نه دي ورکړي.

شاه محمود قرېشي د ګل- دوشنبې په ورځ خپل سفر له کابله پیل کړ او هلته یې د خپل افغان سیال صلاح الدین رباني په ګډون له ولسمشر اشرف غني سره هم لیدلي او په دوبۍ کې یې د امریکې د ځانګړي استازي او طالبانو تر منځ د خبرو په اړه- چې د پاکستان په مرسته شوې- تفصیلات ورکړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ولسمشر غني د افغان امن د روان بهیر په برخه کې د پاکستان وروستۍ هڅې ستایلې دي او د خپلې بشپړې مرستې باور یې ورکړی دی.

قرېشي وایي افغانستان، ایران، چین او روس ته د سفر مقصد یې په افغانستان کې د بدلېدونکو حالاتو په اړه د سیمې د هېوادونو باور را خپلول، پر نویو حالاتو ورسره ږغېدل او هغوی په دې برخه کې د پاکستان له نظره خبرول دي.

شاه محمد قرېشي خپل سفر په داسې وخت کې پیل کړی چې یوې خواته په عربي اماراتو کې د امریکې او طالب استازو تر منځ تازه خبرې شوې او بلې خواته د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ اعلان کړی، چې د راتلونکي نوي کال په پیل کې به له افغانستانه خپل نیمایي پوځونه وباسي.

XS
SM
MD
LG