لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا افغانستان کې چین،ایران اؤ روس ته دمهمو کردارونو په سترګه ګوري


دامریکې ددفاع محکمې روانه اوونۍ کانګریس ته په لیږل شوي یو راپور کې ویلي دي چې افغانستان کې دچین پوځي،اقتصادي اؤ سیاسي بوختیاؤ دچین ملي امنیت داندېښنو سره مخ کړی ځکه چې ترهګري دافغانستان دپولو څخه تر چین غځیدلی شي.

په دغه راپور کې ویل شوي وي چې په سیمه کې دخپلې اقتصادي سرمایه ګزارۍ ژغورنه د چین تر یو ستر خواهش دی .

د راپور له مخې ایران افغانستان کې دیو داسې باثباته دولت غوښتونکی دی چې دایران مقصدونه ترسره کولی شي اؤ په دغو مقصدونو کې د داعش له مینځه وړل ،افغانستان څخه دامریکا یا ناټو وتل ،د اوبو ستونزه اؤ د پولې دامنیت ساتنه شامل دي.

دپینټاګان لخوا امریکایي قانون سازانو ته ویل شوي چې روس په منځنۍ ایشیاء کې دخپلو ګټو دساتنې اؤ په سیمه کې د خپل نفوذ غځولو دپاره دطالبانو په ګډون افغانستان کې د موجودو کردارونو سره په پراخه کچه اړیکې لري.

دامریکا په دغه راپور کې یادؤنه شوې چې د جوړ جاړي په هڅو کې د کومک اؤ دیاغیانو دځالو ختمولو دپاره افغانستان غواړي چې پر پاکستان دچین فشار دوامداره وویني.

پنټاګان زیاته کړې ده چې دافغانستان سرحدي ځواکونه به په چین کې روزل کیږي چې ددې مقصد دچین د سنکیانک صوبې سره پیوست د واخان لارې حفاظت کول دي .

دغه راپور وایي چین اندېښنه لري چې تندلاري د واخان دلارې څخه په استفاده سیمه کې د چین مفاداتو یا ګټو ته ګواښونه راولاړولی شي.

امریکا فکر کوي چې په سیوا شوي تندلاریتوب د چین اندېښنې یو غوره عنصر دی چې بیجنګ ته دسویلي ایشیاء سیمه کې دترهګرۍ مخنیوي دپاره نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کولو کې مرسته ورکولی شي.

په دغه راپور کې پینټاګان افغانستان کې د ایران اثر و رسوخ هم منلی اؤ دعوه یې کړې ده چې تهران دافغان دولت سره د اړیکو،سوداګرۍ اؤ اقتصادي سرمایه ګزارۍ دهڅو غځولو دپاره په ګڼ اړخیزه تګلاره روان دی اؤ دطالبانو ملاتړ ته ېې دوام هم ورکړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG