لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران هم وایي له افغان طالبانو سره یې لیدلي دي


واشنګټن ډي سي ــــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د امن په اړه د خپل څلورهېوادني سفر په ترڅ کې روس ته رسېدلی او هلته یې له خپل روسي سیال سره خبرې کړې دي، بل لور ته ایران هم ویلي چې په دې وروستیو کې یې له افغان طالبانو سره خبرې کړې دي.

د ایران دوو خبري ایجنسیو فارس او تسنیم ویلي، چې ایراني چارواکو په وروستیو کې له افغان طالبانو سره خبرې کړې دي او وایي چې افغان حکومت له دې خبر دی. ایجنسۍ وایي د ایران د ملي امنیت مشر علي شمخاني دا خبرې د شورو- چارشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر په مهال له افغان چارواکو سره په خبرو کې کړې دي.

ښاغلي علي شمخاني ویلي د دغو خبرو مقصد یې په افغانستان کې د امنیتي ستونځو له منځه وړل دي. هغه وایي په کابل کې یې له افغان چارواکو سره په لیدو کې هغوی ته له طالبانو سره د لیدو په اړه معلومات ورکړل او وایي چې دغه بهیر به دوام ولري.

د ایران د ملي امنیت مشر زیاته کړې، چې د تهران او کابل همکاري به ضرور د افغانستان د اوسنیو امنیتي ستونځو په ختمولو کې مرسته وکړي.

د تسنیم خبري ایجنسۍ خبریال عباس اسلاني پر ټوېټر لیکلي، دا لومړی ځل دی چې ایران له طالبانو سره خبرې په رسمي توګه تایید کړې، خو د خبرو کره ځای او نېټه یې نه دي ښوولي.

ایران له طالبانو سره د لیدو خبره په داسې وخت کې کړې، چې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لس ورځې وړاندې د عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې له طالب استازو سره دوې ورځې خبرې وکړې، چې د پاکستان او سعودي استازو هم پکې ګډون کړی وو.

وسلوالو طالبانو تر اوسه له ایراني چارواکو سره د لیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم په دې اړه د افغان حکومت څه رسمي دریځ مخې ته راغلی دی.

بل لور ته شاه محمود قرېشي د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د پاکستان او روس پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه ییزو حالاتو کې پر نویو پرمختګونو خبرې کړې او همدا راز دواړه په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه ږغېدلي دي.

پاکستان او روس دواړه هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې تم شوی بهیر بیرته له نوي سره پیل کړي، چې مقصد یې د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ خبرو ته لاره هوارول دي. د همدې مقصد لپاره ماسکو تېره میاشت د افغان سولې په اړه د یوه کانفرنس کوربه وو، چې د پاکستان په ګډون د طالبانو او افغان حکومت استازو هم پکې ګډون کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG