لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ په نا اعلانه سفر عراق ته رسیدلی دی


دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیره شپه ناوخته په غیراعلانیه سفر عراق ته رسیدلی اؤ دغلته یې اعلان کړی چې امریکا عراق څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو هیڅ اراده نه لري.

صدر ټرمپ سره په دغه سفر کې دهغه میرمنه ملینیا ټرمپ هم ملګرې وه اؤ هغوئ په عراق کې دتیرو ۱۵ؤ کالو نه پرتو امریکایي ځواکونو سره لیدنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکترې سارا سینډرز د چهارشنبې په ماښام یو ټوئټ کې لیکلي چې “د کرسمس په شپه ناوخته هغوئ په غیر اعلانیه سفر واشنګټن څخه روان شول ترڅو زمونږ د پوځيانو اؤ پوځي مشرانو سره وویني اؤ هغوي ته د کرسمس دمبارکۍ ورکولو ترڅنګ د هغوئ مړانه اؤ قربانۍ هم وستائي”

عراق کې پوځیانو ته خپله وینا کې صدر ټرمپ شام څخه د امریکایي پوځیانو د ویستلو دپرېکړې دفاع وکړه او وئ ویل داعش تقریبا ماتې خوړلې ده اؤ د دولت اسلامیه وجود له مینځه تللی دی.

هغه وویل “له پیل راهسې مې دا خبره واضحه کړې وه چې شام کې زمونږ موخه دداعش نه پیاوړې عسکري ځالې تروړل دي”

هغه وویل “اته کاله وړاندې مونږ د درېوؤ میاشتو دپاره هلته تللي وؤ اؤ له هغې راپدیخوا بیا رانغلو”

صدر ټرمپ ویلي ترکي سره یې په دې خبره اتفاق کړی چې هغوئ به سیمې څخه دداعش نوغی وباسي.

دهغه په وینا “د سیمې هیوادونو ته به په راوړاندې کیدلو خپل مسولیتونه سمبالول وي”

هغه ویلي د شام څخه به شا وخوا ۲۰۰۰ امریکایي پوځیان ویستل کیږي.

تر دې وړاندې صدر ټرمپ افغانستان،عراق اؤ شام ته پوځیان لیږل تیروتنه ګرځولې ادافغانستان اؤ شام څخه یې دخپلو ځواکونو د ویستلو اشارې هم ورکړي دي.

نړیوال خبري اژانس ای پي وایي صدر ټرمپ ویلي هغه د شام څخه امریکایي پوځیان راویستل غواړي اؤ که اړتیا ولیدل شوه نو په داعش دبرید دپاره عراق د پوځي اډې په توګه کارولی شي.

XS
SM
MD
LG