لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار عمرې ته تلل غواړي


واشنګټن ډي سي ــــ د نقیب الله مسود په ګډون تر 400 د زیاتو کسانو په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار د پاکستان له سپریم کورټه په یوه درخواست کې غوښتنه کړې چې نوم دې یې د سفري بندیزونو له لیسټ (اې سي ایل) څخه و ایستل شي.

راو انوار د زیارت- پنجشنبې په ورځ ستر عدالت ته په ورکړي درخواست کې ویلي، د ده په ضد په جوړو مقدمو کې ورته ضمانت ورکړل شوی او د مقدمې اورېدنه یې روانه ده، خو وایي نوم یې بیا هم د سفري بندیزونو له لیسټه نه دی ایستل شوی چې له کبله یې هغه له هېواده دباندې سفر نه شي کولای.

راو انوار له عدالته غوښتي، چې د عمرې لپاره سعودي عربستان ته ځي او نوم دې یې له اې سي ایل څخه و ایستل شي. په درخواست کې ویل شوي چې له هېواده بهر د هغه سفر به یې د مقدمې اورېدنې نه متاثره کوي:

"له هېواده بهر د ده تګ به له مقدمې سره په تړلو عدالتي چارو کې هیڅ خنډ او ځنډ نه پېښوي".

راو انوار په درخواست کې دا تور هم لګولی چې وایي دی د مسلکي رقابت ښکار شوی او پخپله پولیس اداره کې د نقیب الله مسید د وژنې په مقدمه کې د ده په ضد د بېځایه تورونو کمپېن چلول شوی دی.

ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼې د پاکستان د تحقیقاتو د مرکزي ادارې ایف ای اې په حواله لیکلي، چې راو انوار د متحده عربي اماراتو "اقامه" یا هلته د اوسېدو جوازنامه هم لري. سرچینې وایي ایف ای اې ورڅخه دغه اقامه اخیستې ده، چې نوم یې پکې انوار احمد خان لیکل شوی دی.

راو انوار ته د نقیب مسید د وژنې په تور مقدمه کې په تېره جولای میاشت کې ضمانت ورکړل شوی او له زندانه خوشي شوی دی، خو د نقیب مسید کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ پرله پسې د هغه د نیولو او سزا کېدلو غوښتنه کوي.

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکی نقیب الله مسید د 2018م کال په جنورۍ میاشت کې په کراچۍ کې د پولیسو په یوه مقابله کې و وژل شو، چې پولیسو له ترهګرې ډله سره د تړاو تور ورباندې لګولی وو، خو د سیند حکومت په امر جوړې شوې پلټونکې ډلې تر پلټنو وروسته هغه بې ګناه ګڼلی وو او راو انوار یې د هغه په وژنه مجرم پېژندلی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG