لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقیب مسید پلار وایي تر اوسه ورته انصاف نه دی ورکړل شوی


واشنګټن: د جنوبي وزیرستان د مسیدو د قوم مشرانو د نقیب الله محسود د وژل کېدو د تلین په مناسبت د یوې لویې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

د نقیب الله مسید پلار محمد خان د شورو یا چهارشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال وویل دوی اوس هم دې ته په تمه ده چې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکي به د نقیب وژونکي د قانون منګلو ته وسپاري.

محمد خان هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې دده د کورنۍ او د وژونکو ترمنځ کوم جوړ جاړی شوی او ټینګار یې وکړ چې دوی اوس هم عدالت ته سترګې په لاره دي.

محمد خان وویل، ددغه تلین د لمانځلو لپاره یې د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ د میاشتې نهمه نېټه ټاکلې ده.

نقیب الله مسید هغه ځوان پښتون قبایلي ځوان وو چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په سر کې یعنې د جنورۍ په ۱۳ نېټه په کراچۍ کې د پولیسو لخوا په یوې جعلي مقابله کې ووژل شو.

د نقیب له وژل کېدو سره د مسید تحفظ مومنټ یا محسودو د ژغورنې د غورځنګ په نامه یو تحریک وزېږېده چې ډېر ژر یې نوم د پښتون ژغورنې په غورځنګ باندې بدل شو او په لږ وخت کې په ټول هېواد کې وپېژندل شو.

دغه غورځنګ ته اوس په پاکستان کې د پوځ یا اسټبلېشمنټ پرضد د یو تحریک په سترګه کتل کېږي چې په ښکاره د پوځ پرضد په خپلو ټولو غونډونو کې شعارونه ورکوي او د پښتنو په وړاندې د ټولو ناخوالو پړه په پاکستاني پوځ باندې اچوي.

که څه هم د کراچۍ د پولیسو مشر راه انوار د نقیب د وژلو لپاره په جعلي مقابلې باندې تورن شوی او دا مهال باید محاکمه شي خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پشتین په وینا هغه نه یواځې محاکمه شوی نه دی بلکه سرې سترګې ګرځي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG