لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کمال سادات:ځوانان باید دسولې غږ کور،کور ته ورسوي


دافغانستان د ځوانانو دچارو معین ډاکټر کمال سادات پر ځوان کول غږ کړی چې په رضاکارو ځوانانو په توګه کور په کور د سولې غږ ورسوي او دهیواد په ابادی کې برخه واخلي.

دافغانستان سویلي خوست ولایت سلګونو ځوانانو د زیارت (بنجشنبه) په ورځ ددې ولایت په مرکز کې جرګه کړې ده او دسولې له روانوهڅو،په دې وروستیو کې دمنځي اسیا او اروپايي هیوادونو سره دلاجوردو دلارې پرانستلو له امله یې د ولسمشر له هڅو ملاتړ وکړ.

په دې جرګه کې چې دخوست ولایت د ټولو ولسوالیو شاوخوا ۹۰۰ ځوانانو پکې ګډون درلود د ځوانانو چارو معین ډاکټرکمال سادات دې غونډې ته په وینا کې وویل دخوست ولایت په کچه به د رضاکاره ځوانانو۲۵۰ کسیزه کمیټه جوړوي او دغه کمیټه به دهیواد دبیلابیلو پرمختګونو په چاروکې فعاله ونډه ولري.

نوموړي په بدو کې دنجونو د ورکړې او دنورو هغو بدو رواجونواو ناخوالو پرضد له ځوانانو دمبارزې غوښتنه وکړه چې پر وینا یې دامهال خوست وال ورسره مخامخ دي.

سادات وویل"مونږاوتاسو ته پکار دي چې له خوست نه دسولې اوامن غږ پورته کړو ترڅو ټول افغانستان او نړۍ ته یې ورسوؤ لکه څنګه چې دې ولایت دعلم او اقتصادي اړخه زیات پرمختګ کړی راشئ ځوانانو چې د دې قومونو په همغږۍ دسولې ګډې هڅې هم له دې ځایه پیل او ټولو ته یې ورسوو"

دخوست ولایتي شورا مرستیال عبدالواحد پټان د ځوانانو جوړې شوې دستورې ته وویل چې ځوانان دملا دتیر حیثیت لري او هغوئ د ونډې له اخیستو پرته دافغانستان پرمختګ ناشونی دی.

پټان وویل"په ټوله کې دځوانانو ونډه ډیره مهم ده دبیلګې په توګه دافغان امنیتي او دفاعي ځواکونوپه لیکو کې همدا ځوانان دي چې د دښمانانو په مقابل کې له خپلې خاورې دفاع کوي همداسې دکرکې او تعصب په مقابل کې به د دې ولایت ځونانان خپله مبارزه سرله نن څخه پیلوي"

پر دغه مهال دخوست ولایت په مرکز کې د ولسوالیو جرګه شویو سلګونو ځوانانو ژمنه وکړه چې په رضاکارانه توګه کلیو اوبانډو ته دسولې غږ درسولوپه ګډون به دهیواد د پرمختګ په ټولو چارو کې برخه اخلي او دناوړ رواجونو پرضد مبارزه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG