لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه د۲۲ؤ نورو ترهګرو د تېزندي کولو منظوري ورکړې ده


دپاکستان دپوځ سرلښکر د۲۲ نورو ترهګرو په دار دخېژولو منظوري ورکړې ده ،پوځ وایي ،دې ترهګرو۱۷۶ کسان وژلي وؤ چې ۱۹ پکې پوځیان هم شامل دي.

د پوځ دبیان له مخې دغو ترهګرو باندې مقدمې په پوځي محکمو کې چلیدلې وې اؤ خپل جرمونه یې منلي وؤ .

پوځي سرلښکر چې دکومو ترهګرو په دار د خیژولو منظوري ورکړې دهغوئ نومونه خیرالدین، سلطان محمود، محمد طاہر، ظفر علی، عمر کریم، محمد شیر ولی خان، بختاور، فهیم الدین، ظاہر شاہ، سعید محمد اور عرب جان ښودل شوي‌ دي.

تر دې درې ورځې وړاندې هم پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د۱۵ؤ ترهګرو دتیزندۍ دسزا منظوري ورکړې وه.

پاکستان کې د جوړو پوځي عدالتونو موده په شپږمه جنورۍ پای ته رسي، دا پوځي عدالتونه په ۱۶م دسمبر ۲۰۱۴م پېښور کې په ارمي پبلک سکول د بريد وروسته جوړ کړی شوي وو.

زیاتره څیړونکي اؤ دبشري حقونو سازمانونه تورونه لګوي چې په دغو پوځي محکمو کې ټولې قضایي چارې په پټه ترسره کیږي اؤ هیڅ واضحه نه ده چې تورونو خلکو ته پکې دځان سپینولو موقعې ترلاسه کیږي که نا؟ خو پوځ وایي چې‌ په پوځي محکمه کې هر تورن تن ته دځان سپینولو موقعې ورکول کیږي.

روانه اوونۍ پوځ ويلي ؤ، پوځي عدالتونو ته ۷۱۷ مقدمې لېږل شوې ۵۴۶ پکې پوځي عدالتونو فېصله کړي ۳۱۰ ترهګرو ته د مرګ سزاګانې او ۲۳۴ ته د قېد سزاګانې اورول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG