لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د افغان حکومت د مخامخ خبرو خواست رد کړی


طالبانو د افغان حکومت هغه خواست رد کړی چې راتلونکې مياشت په سعودي عرب کې په ټاکل شوؤ خبرو کې به د افغان حکومتي استازو سره وويني.

طالبانو د اتوار، يکشنبې په ورځ ناوخته ويلي د امریکايي استازو سره به وويني.

روانه مياشت د طالبانو، امریکايي چارواکو او پاکستان په ګډون د سيمې د هېوادونو استازو په متحده عرب اماراتو کې ليدلي د افغانستان د سولې په اړه يې خبرې کړې چې په دغه هېواد کې د ۱۷ کالو راهسې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

خو په متحده عرب اماراتو کې هم طالبانو د افغان حکومت د استازو سره د مخامخ ليدو نه انکار کړی ؤ.

رويټرز د طالبانو د شورا د يو غړي د قوله ویلي،

"مونږ د جنورۍ په مياشت کې په سعودي عرب کې د امریکايي چارواکو سره ليده کاته کوو، او په ابوظهبي کې نيمګړې پاتې شوې خبرې به بيا پېلوؤ خو مونږ په ټولو فريقېنو دا په ډاګه کړې ده چې مونږ به د افغان حکومت سره خبرې نه کوو".

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي د طالبانو مشران هم نه غواړي چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي.

روانه مياشت په متحده عرب اماراتو کې د طالب استازو د افغان حکومتي چارواکو سره د نه لیدلو وروسته افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي ؤ،

"دا چې مخالف لوري د توقع خلاف کار وکړو او طالبانو د افغان ولس او نړیوالې ټولنې دغه برحقه غوښتنه رد کړې ده، په دې کارسره یې وښوده چې دوی د سیمې خیر نه غواړي، سولې ته ژمن نه دي او د جګړې دوام غواړي چې دا د طالبانو لپاره یو سیاسي شکست دی".

طالبان په دې ټينګار کوي چې په افغانستان کې د روغې جوړې خبرې د امريکا سره وکړي ځکه چې دوي په افغانستان کې يواځينی قوت امریکا ګڼي.

د افغانستان د شخړې د هوارولو په لړ کې سفارتي هڅې وروسته له هغې ګړندۍ شوي چې کله طالب استازو سږ کال د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکايي ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره خبرې پېل کړې.

دواړو فريقېنو درې ځله ليده کاته کړي چې پکې د افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او اوربند په سرخبرې اترې شوي دي.

امریکا په دې ټينګار کوي چې د افغانستان د شخړې د هواري دپاره دې خبرې او تړون د افغانستان حکومت په مالکيت کې وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG