دایرن د بهرنیو چارو وزارت منلې ده چې په جده کې افغانستان کې د سولې په اړوند د جوړیدونکې غونډې څخه دمخه دطالبانو یو پلاوی ایران ته رسیدلی اؤ دغلته یې ایراني چاروکو سره افغانستان کې دسولې په اړوند خبرې اترې کړي دي.
ټاکل شوې ډير زر په جده کې افغانستان کې دسولې په اړوند یوه مهمه غونډه کیږي چې پکې به افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیل زاد،دافغان دولت استازي،سعودي اؤ دمتحده عرب اماراتو چارواکي هم برخه ولري.
تر دې دمخه روانه میاشت په متحده عرب اماراتو کې هم دغسې ناستې ترسره شوې وې چې پکې دطالبانو دقطر ددفتر پلاوي هم برخه اخستې وه.
د دوشنبې په ورځ دافغانستان طلوع ټيلي ویژن دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې خبر ورکړی چې د جدې دغونډې په درشل کې دطالبانو یو مهم پلاوی ایران ته رسیدلی دی.
د ښاغلي قاسمي په وینا، د طالبانو دغه پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سید عباس عراقچي په مشرۍ ایراني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي اؤ افغان دولت هم ددغو خبرو اترو څخه خبر کړل شوی دی.
دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړې ده چې په تهران کې دطالبانو اؤ ایراني چارواکو د ناستې مقصد دطالبانو اؤ افغان دولت ترمینځ خبرو اترو ته لاره هوارول دي.
طالبانو یا افغان دولت ایران ته دطالب پلاوي دسفر په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي خو افغان ولسمشر اشرف غني تیره اوونۍ ویلي وؤ دولت یې د ټولو هاغو هڅو ملاتړ کوي چې افغانستان کې امن اؤسولې ته لاره هواروي.
طالبان تر دې مهاله افغان دولت سره د مخ په مخ خبرو نه انکار کوي خو دریځ لري چې سولې ته به وروسته له هغې غاړه کښېږدي چې لمړی ټول بهرني ځواکونه د افغانستان څخه اوځي.
تیره اوونۍ په نړیوالو مطبوعاتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وؤ چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان څخه اووه زره امریکایي پوځيانو ویستلو امر کړی خو اوړمه ورځ دامریکا سپینې ماڼۍ واضحه کړې وه چې صدر ټرمپ داسې هیڅ امر نه دی کړی.