لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هندي فلمونو پښتون ستوری قادر خان مړ شوی دی


د هند د فلمونو ياد پښتون ستوری قادر خان د ۸۱ کالونو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

هندي رسنيو (هندوستان ټایمز) د قادر خان د زوي سرفراز خان له قوله پخلی کړی چې قادر خان په کېنېډا کې په حق رسېدلی دی.

سرفراز ويلي، پلار يې د ۱۶، ۱۷ اوونيو راهسې په کېنېډا کې روغتون کې داخل ؤ او په ۳۱م دسمبر د کېنېډا په وخت ماښام په شپږ بجې یې ساه ورکړې ده.

يوه ورځې وړاندې د قادر خان د مړينې اوازې راغلې خو سرفراز رد کړې وې.

خان د تېرې يوې مودې نه په کېنېډا کې د خپل زوي سره مېشت ؤ.

ويل کيږي قادر خان په خټه د کندهار پښتون ؤ او مور يې د کوټې او په قوم کاکړ ؤ.

هغه د ۳۰۰و نه په زیاتو فلمونو کې کار کړی او داسې په لسګونو کامیاب فلمونه یې جوړ کړي چې د ډېرې مودې تېرېدو باوجود خلکو ته یاد دي.

ځينې راپورونه وايي د قادر خان پلار عبدالرحمان د افغانستان د کندهار ولایت استوګن ؤ خو مور اقبال بیګم یې د بلوچستان د پښين سیمې پښتنه وه او قادر خان پخپله هم د بلوچستان پخپله مورنۍ سیمه پښین کې په ۱۱ دسمبر کال ۱۹۳۷ کې زیږیدلی ؤ .

هغه د خپل ژوند زیاته برخه په هند کې تیره کړې خو خپله مورنۍ ژبه پښتو يې نه وه هېره کړې.

هغه به په زیاترو فلمونو کې د ټوقمار رول ترسره کولو، خو د فلمونو د ډائیلاګونو په لیکلو کې هم خورا مشهور ؤ.

قادر خان فلمي دنیا ته د پېښور یو بل پښتون فلمي ستوري یوسف خان(دلیپ کمار) بوتلی ؤ او په اول ځل یې په کال ۱۹۷۳ کې د داغ نومې یو هندي فلم نه د خپل فلمي سفر اغاز کړی ؤ.

نصیب، انکهین، ،ډولي راجه، هیرو نمبر۱، ، قرض چکانه هی، سپوت، قلي نمبر۱،، هم هین کمال کی او داسې په لسګونو نور د هغه مشهور فلمونه دي.

XS
SM
MD
LG