لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:تېر کال بلوچستان اؤ قبائیلي سیمې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي دي


پاکستان کې دشخړو اؤ امنیتي چارو دمطالعو اداره( پاکستان انسټیټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورټي اسټيډيز) ویلي تیرکال تندلارو دپاکستان بیلابیلو سیمو کې۲۲۹ بریدونه کړي چې پکې ۵۷۷ کسان وژل شوي دي.

دکال په پائ خپله یو څیړنیز راپور کې دغې ادارې ویلي چې په وژل شوؤ ۵۷۷کسانو کې ۳۵۶ عام وګړي،۱۵۲ امنیتي مامورین اؤ ۶۷ تندلاري شامل دي.

دامن چارو ته کتونکې دغه اداره زیاتوي چې په کال ۲۹۱۸م کې دپاکستان دننه شوؤ د تندلارو بریدونو کې ۹۵۹ کسان ژوبل شوي چې په هغې کې۲۶۱ امنیتي مامورین اؤ نور ټول ملکي وګړي دي.

ددغه ادارې څېړنه ښایي چې تیرکال دپاکستان دننه ترهګرېزو بریدونو کې ۴۵ فیصدي کموت لیدل شوی اؤ کال۲۰۱۷م په پرتله ۴۵ فیصده لږ ترهګرېز بریدونه شوي .

د راپور له مخې په جون۲۰۱۴م کې دضرب عضب په نوم د عملیاتو راپدیخوا په میاشتینیو بنیادونو کیدونکي ترهګریز بریدونه راکم شوي،دغه بریدونه چې په کال ۲۰۱۷ کې ۳۵ و پروسکال۱۹ ته راټيټ شوي دي.

راپور وایي په کال۲۰۱۴م کې ددغو ترهګریزو بریدونه شمیره ۱۳۴ وه،په کال ۲۰۱۵م کې ۵۹ اؤ بیا په کال ۲۰۱۶م کې ۴۲ؤ ته راټېټه شوې ده.

په څېړنیز راپور کې راغلي چې تیر کال بلوچستان صوبه اړي ګړي تر ټولو زیاته ځپلې ده اؤ په دغه صوبه کې ترسره شوؤ۹۹ ترهګریزو بریدونو کې ۳۵۴ کسان وژل شوي دي.

دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعو کې هم زیات ترهګرېز بریدونه شوي چې شمیره یې ۶۵ ته رسیږي اؤ‌ په دې بریدونو کې ۱۰۷کسان وژل شوي اؤ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.

په پښتونخوا کې دترهګرۍ ۴۰ بریدونه مخې ته راغلي چې پکې ۷۲ کسان وژل شوي اؤ ۱۷۴ نور ژوبل شوي دي.

په سندهـ ایالت کې په ۱۴ؤ ترهګرېزو بریدونو کې ۲۱کسان وژل شوي اؤ ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

په پنجاب ایالت کې تیرکال دترهګرۍ شپږ بریدونه شوي چې ۱۸ کسان پکې وژل شوي اؤ ۴۲ ژوبل شوي دي.

د راپور له مخې په کال۲۰۱۷م کې په ګرد پاکستان کې ۲۳ ځانمرګي بریدونه شوي وؤ خو پروسکال ددې کچه ۱۸ؤ ته راټیټه شوې ده چې ټول په ټوله پکې۲۶۷کسان وژل شوي اؤ۴۶۰ نور ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG