لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا رهبر وايي، له ټرمپ سره بیا هم خبرو ته لیواله دی


کېم د نوي ۲۰۱‍۹ کال په لومړۍ ورځ
کېم د نوي ۲۰۱‍۹ کال په لومړۍ ورځ

واشنګټن: د شمالي کوریا رهبر کېم جان اون وايي، نوی کال په دې هيله پیلوي چې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د اټومي مسلو په اړه نورې خبرې هم وکړي.

خو هغه د واشنګټن لخوا د فشار له تکتیکونو څخه ناخوښي څرګنده کړه.

"زه هر کله چمتو یم چې په هر وخت کې د امریکا له ولسمشر سره بیا کښینم او د هغه ډول مثبتو پایلو لپاره هڅه وکړم چې نړیواله ټولنه یې هرکلی وکړي.؟

کېم زیاته کړه، که چېرې امریکا زمونږ د خلکو زغم له پامه وغورځوي، پر مونږ باندې فشار راوړي او بندیزونو ته دوام ورکړي بې له دې چې په خپلو ژمنو باندې عمل وکړي نو مونږ هم باید پر نورو لارو چارو غور وکړو تر څو د کوریا ټاپو وژغورو او سوله باوري کړو.

کېم دا هم وویل، امریکا باید له جنوبي کوریا سره د خپلو پوځي تمرینونو بندېدو ته دوام ورکړي او جنوبي کوریا ته سټراتېژیک پوځي وسایل ور نه کړي.

شمالي کوریا همدارنګه د امریکا د هغو غوښتنو په اړه خواشیني څرګنده کړې چې د خپلو اټومي او د میزایلو د مرکزونو بشپړ نوملړ دې ورته وسپاري تر څو د ممکنه تړون لاندې د هغو څارنه وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG