لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان لوبډله به په راتلونکي ټي 20 نړیوال جام کې له غوراوي پړاو پرته برخه اخلي


د افغانستان کرکټ لوبډله به په اسټرېلیا کې په 2020م کال کې د ټي 20 په سیالیو کې له غوراوي پړاو پرته برخه اخلي.

د کرکټ ویبپاڼې کرک انفو د خبر له مخې افغانستان ځکه دا حیثیت تر لاسه کړ، چې دا وخت د کرکټ د نړیوالې شورا په نوملړ کې په اولنیو اتو لوبډلو کې شامل دی.

افغانستان اتلس میاشتې وړاندې د کرکټ د نړیوالې شورا رسمي غړیتوب تر لاسه کړی.

دا به د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل وي چې ملي لوبډله یې د غوراوي پړاو پرته د ټي 20 په نړیوالو سیالیو کې لوبېږي.

ویبپاڼه لیکي، افغانستان ځکه له غوراوي پړاو پرته د ټي 20 په راتلونکي نړیوال جام کې ځای تر لاسه کړ، چې سریلنکا په نړیوال نوملړ کې خپل ځای بایللی او پر نهم نمبر دی.

د سریلنکا د کرکټ لوبډلې کپتان لاسیت ملینګا ویلي، دا ډېره د افسوس خبره ده چې خپل ځای یې بایللی دی.

د اېشیا یو بل ښه ټیم بنګله دېش به هم د ټي 20 په نړیوال جام کې د لوبېدو لپاره تر غوراوي پړاو تېرېږي.

کرک انفو ویبپاڼه زیاتوي چې له غوراوي پړاو پرته په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبډلې د لوبېدلو معنا دا هم ده چې اوس به زمبابوې هم له غوراوي پړاوه تېرېږي.

د ټي 20 د راتلونکي نړیوال جام لپاره تمه ده چې د روان کال په اکتوبر یا نومبر میاشتو کې به څورلس لوبډلې د غوراوي په پړاو کې برخه اخلي، خو دا نه ده معلومه چې دغه لوبې به په کوم ځای کې کېږي.

په غوراوي پړاو کې به شپږ د سر لوبډلې له سریلنکا او بنګله دېش سره د جام په لومړي پړاو کې بیا لوبېږي.

XS
SM
MD
LG