لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب مسيد په وژنه تورن راؤ انوار ریټايرډ شوی


د نقيب مسيد په وژنه تورن د کراچۍ پوليس افسر راؤ انوار ريټايرډ شوی دی، انوار په داسې حال کې ريټايرډ شوی چې هغه د نقيب د وژنې په مقدمه کې معطل ؤ.

د پاکستان ځايي میډيا د سرچينو له قوله ويلي، راؤ انوار په کال ۱۹۸۲ کې پوليس محکمې ته راغلی او پرون د نهې، سه شنبې په ورځ يې د ريټايرډ کېدو خبر مخې ته راغلی دی.

په ځايي رسنیو کې راؤ انوار د مقابلو د ماهر (انکاؤنټر سپيشلټ) په نوم یاد ؤ، او په هغه دا تور هم ؤ چې د کال ۱۹۹۲م نه تر ۱۹۹۹م پورې په کراچۍ کې د اېم کيواېم پرضد عملياتو کې هغه مهم رول ترسره کړی ؤ.

په راؤ انوار نزدې کال وړاندې تور لګول شوی چې د کراچۍ په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې يې د نقيب الله مسيد سره درې نور تنه په يوه جعلي مقابله کې وژلي وو.

په انوار تور دی چې ۴۴۴ کسان يې په جعلي مقابلو کې وژلي دي.

نقيب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د پوليس په يوه مقابله کې وژل شوی او د پوليس په خپلو پلټنو کې يادې مقابلې ته جعلي ويل شوي وو.

د نقيب د پلار محمدخان په مدعيت په راؤ انوار او هغه سره په ډله کې شامل پولیسو باندې د نقيب د وژنې مقدمه درج شوې او انوار بيا پټ شوی ؤ.

د ۲۳م جنورۍ نه پټ راؤ انوار په ۲۳م مارچ سپريم کورټ ته حاضر شوی او بيا نيول شوی ؤ، په دې موده کې انوار بهر ملک ته د تلو هڅه کړې خو د اسلام اباد په هوايي اډه ودرول شوی ؤ.

راؤ انوار ته په کراچۍ کې د ترهګرۍ پرضد عدالت د جولايۍ په مياشت کې په ضمانت د خوشي کېدو منظوري ورکړې وه.

د نقيب کورنۍ په عدالت تورونه لګولي چې د تعصب په اساس يې راؤ انوار ته ضمانت ورکړی دوي بيا هايکورټ ته د راؤ انوار د ضمانت ختمولو او د عدالت بدلولو خواستونه هم کړي وو.

د نقيب پلار څو ورځې وړاندې يوې خبري غونډې په وېنا کې ويلي، د سپريم کورټ چيف جسټس، د پوځ مشر او د وزيراعظم عمران خان په ګډون ورسره سياسي مشرانو د انصاف ژمنه کړې خو دوي لا انصاف ته په تمه دی.

هغه ويلي د عدالت نه د انصاف په تمه دی او که په کومه ورځ راؤ انوار بري شو نو هغه وخت بيا بله خبره کوي.

محمد خان يو ځل بيا هغه تورونه رد کړي چې هغه د نقيب مسید په سر سودا کړې ده.

تېر کال د جنورۍ په میاشت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ اسلام اباد ته په لاريون او احتجاجي ناسته کې اوله غوښتنه دا کوله چې نقيب مسيد ته دې انصاف ورکړی شي.

XS
SM
MD
LG