لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشرځانګړی استازی عمر داودزی د پاکستان سفر کوي


ٖپه افغانستان کې د سولې سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشرځانګړی استازی عمر داودزی راتلوونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي.

داودزي د مدني ټولنې له استاز وسره د سولې په مشورتي غونډې کې چې نن دشورو، چهارشنبې په ورځ جوړه شوه وویل چې د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدل اړین دی.

نوموړي وویل ”​که سولې ته نزدې کیږو یا سولې ته رسیږو باید په منطقه کې یوه اجماع ولرو ښاغلي خلیلزاد په دې اړه ښه کوشش درلود او د امریکا له طرفه یې غوښتل چې سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي“.

داودزي زیاته کړه د سیمې اجماع د جوړېدو په چاروکې افغان حکومت هم باید خپل رول ادا کړي او په همدې هدف د سیمې هېوادونو ته خپل لومړی سفر له پاکستان څخه پیلوي.

نوموړي وویل په همدې خاطر انشا الله لومړی سفر به مو راتلونکې اوونۍ پاکستان ته وي او له هغې وروسته به ایران يا یو کوم بل هیواد ته د سفرکولو پلان لرو“.

د سولې سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی وايي د سیمې وضعیت د بدلون په حال کې دی.

نوموړي د مدني ټولنې له استازو سره د سولې مشورتي غونډه کې وویل چې ۲۰۱۹ میلادي کال به دسولې کال وي.

د داودزي په خبره که چیرې ټاکل شوي وي چې د سولې معاهدې ته ورسیږو په دریو برخو کې باید وضاحت رامنځته شي او له دې پرته سولې ته رسیدل ستونزمن دي.

هغه وویل لومړی د سیمې او ګاونډي هېوادونه له افغانستانه څه غواړي، دوېم طالبان څه غواړي ایا افغانستان ته امارت راوستل غواړي او که د نظام برخه جوړیږي او درېم زیات اورېدل کیږي سوله له مونږه قیمت غواړي دغه څه ډول قیمت دی په دې بحث کول ډیر مهم دي او که دغه ابهامات حل نشي زیان یې تر ټولو زیات مدني تولنې ته رسیږي“​.

افغان حکومت او عام ولسي خلک نوی پېل شوی ۲۰۱۹ میلادي کال ته د سولې او نورو راتلونکو پرمختګونو ته خوښ بریښې او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرل سکاټ ملر هم ویلي چې نوی میلادي کال به د افغانانو لپاره یو ښه کال وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG