لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابېنې د۱۷۲ مهمو شخصیاتو دنومونو ای سی‌ ایل څخه د نه ویستلو پرېکړه وکړه


دپاکستان مرکزي کابینه پرېکړه کړې ده چې په سمدستي توګه به د هاغو۱۷۲ تورنو شخصیاتو نومونه د سفري بندیز د نوملړ څخه نه وباسي چې د جعلي اکاونټونو قضیه کې یې نومونه راغلي دي.

دپاکستان حکومت روانه اوونۍ دپیپلز پارټۍ دمرکزي مشرانو اصف علي زرداري،بلاول بوټو زرداري،فریال تالپور اؤ د سندهـ صوبې د وزیراعلي په ګډون د۷۲ؤ وتلو شخصیاتو نومونه د سفري بندیز نوملړ ته اچولي چې په دې سترې محکمې بد منلي دي.

تیره ورځ سترې محکمې حکومت ته امر کړی ؤ چې دیادو شخصیاتو دنومونو دسفري بندیز نوملړ ته د اچولو په پرېکړه بیا دسره کتنه وکړي.

د پیپلز ګوند مشرانو تور لګولی چې حکومت دهغوئ په ضد انتقامي کاروایي کول غواړي خو حکومت وریځ لري چې چا د قامي خزانې پیسې وهلي دي هغوئ سره به هیڅ رقم نرمي نه کیږي.

د چهارشنبې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ دمرکزي کابینې غونډه شوې چې پکې د سترې محکمې په امر د ۱۷۲ شخصیاتو د نومونو ای سی ایل ته د اچول کیدلو دګام جاج واخستل شو.

سرچینې وایي په دغه مهال کابینې پرېکړه کړې چې لمړی به دجعلي اکاونټونو په دوسیه کې دشاملو کسانو په ضد دشوؤ پلټنو ځانله،ځانله جاج اخلي اؤ له هغې وروسته به پرېکړه کولی شي چې په دغو شخصیاتو کې باید دچا نومونه د ای سي ایل څخه وویستل شي اؤ د چا نه؟

دې وروستیو کې دپیپلز ګوند په یو شمیر مشرانو تورونه لګول شوي چې د بې نومه اکاونټونو نه یې په ناقانونه توګه په اربونو روپۍ د هیواد څخه بهر ویستلي دي خو د پیپلز ګوند مشران دا تورونه ردوي اؤ وایي حکومت یې په ضد انتقامي کارروائیو ته لاس اچولی دی.

د پیپلز ګوند تر څنګ د پخواني واکمن ګوند مسلم لیګ مشران میا نوازشریف اؤ شهباز شریف هم دا مهال دغبن په تورونو داحتساب محکمې نیولي اؤ زندانونو ته یې اچولي دي.

حکومتي وزیران پرله پسې دعوې کوي چې ډیر زر به نور مهم سیاسي مشران هم زندانونو ته واچول شي.

خو دمسلم لیګ نواز ګوند مشرانو د روانې اوونۍ په پیل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا پرمهال اعلان کړی ؤ چې دپارلیمان دننه داپوزیشن ډلو په ملتیا به د حکومت غورځولو دپاره مبارزه پیل کوي.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي هغوئ د حکومت د غورځولو دګواښونو څخه نه ویریږي اؤ داحتساب عمل ته به دوام ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG