لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الېکشن کمېشن په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ حلقې اعلان کړي


د پاکستان مرکزي الېکشن کمېشن په اته ؤ قبايلي ضلعو کې د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د چوکو دپاره حلقې اعلان کړي دي.

د الېکشن کمېشن د اعلاميې ترمخه حلقې د کال ۲۰۱۷م د ابادۍ د شمېرنې په حساب جوړې کړی شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي د کال ۲۰۱۷م د ابادۍ د شمېرو ترمخه د باجوړ ابادي لس لاکه ۹۳ زره او ۶۸۴ ده، په دغه حساب يې په باجوړ کې د صوبايي اسمبلۍ درې چوکۍ اعلان کړي دي.

د مومندو ابادي څلور لاکه ۷۲ زره، ۳۵۷ ده دوه چوکۍ، د خېبر ابادي نهه لاکه، ۸۶زره او ۹۷۳ او په دغه حساب هلته درې چوکۍ اعلان کړی شوي دي.

د کرمې ابادي شپږ لاکه ۱۹زره او ۵۵۳ او هلته دوه چوکۍ، د اورکزو ابادي دوه لاکه ۵۴ زره او ۳۵۴ ده او دغلته يوه چوکۍ اعلان شوې ده.

د شمالي وزيرستان ابادي پينځه لاکه ۴۳ زره ۲۵۴، دوه صوبايي چوکۍ. په جنوبي وزيرستان کې شپږ لاکه ۷۴ زره ۶۵ ده او دغلته هم د صوبايي اسمبلۍ دوه حلقې اعلان کړی شوي دي.

په اتم نمبر اېف ار علاقه شمار کړل شوې اباديې يې درې لاکه ۵۷ زره او ۶۸۷ ښودل شوې او يوه چوکۍ ورته اعلان کړی شوې ده.

په اته ضلعو کې دا ټولې ۱۶ چوکۍ جوړيږي.

الېکشن کمېشن ويلي په وړاندې کړی شوؤ حلقه بندو باندې به دوي د جنورۍ د درېمې نه تر فرورۍ د لومړۍ نېټې پورې اعتراضونه اخلي او د فرورۍ درېمې نه تر مارچ لومړۍ نېټې پورې به اعتراضونو ته کتنه کيږي.

الېکشن کمېشن ويلي په څلورم مارچ به د حلقه بندو ختمي فهرست اعلان کړي.

که څه هم په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د چوکيو د انتخاباتو دپاره کومه نېټه نه ده اعلان شوې خو د باجوړ نه د سېنېټ او د فاټا ټاسک فورس غړی هدايت الله د نومبر په مياشت کې د وزيراعظم عمران خان سره د ليدو وروسته وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي ؤ،

د وزیراعظم سره په په ناسته کې وويل شو چې په قانوني او ائیني توګه پکار ده چې په قبايلي ضلعو کې د ۲۵ مې پورې صوبايي انتخابات وشي، او د څلورم دسمبر پورې د انتخاباتو دپاره حلقې جوړې شي.

هغه زیاته کړې وه څو پورې چې د سيمې نه د صوبايي اسمبلۍ غړي نه وي منتخب شوي نو تر هغې به د سیمې خلکو ته نه ښکاري چې دوی د صوبې برخه جوړ کړی شوي دي.

پاکستان تېر کال د مې میاشتې په وروستيو کې د مرکزي پارليمان او پښتونخوا له اسمبلۍ څخه د ۲۵م اييني بدلون تر منظورېدو وروسته فاټا د خېبر پښتونخوا برخه ګرځولې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG