لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ: غواړي چې د پاکستان د نوي مشرتابه سره وويني


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي غواړي چې د پاکستان د نوي مشرتابه سره وويني خو ورسره یې په پاکستان د دښمن ساتلو تور هم لګولی دی.

د سي اېن اېن د راپور ترمخه صدر ټرمپ ويلي،

" مونږ چې پاکستان ته ۱.۳ اربه ډالره ورکول هغه مرستې ما ودرولې. ډېر خلک په دې نه ؤ خبر ځکه چې هغه (پاکستان) زمونږ سره په رڼه نه دی پاتې شوی".

هغه ويلي، "مونږ د پاکستان سره ښې اړيکې غواړو خو په کور کې ورسره دښمن دی او دی د دښمن خيال ساتي".

نوموړي زياته کړې د پاکستان د نوي مشرتابه سره ليده غواړي او دا به ډېره لرې نه وي چې دوي په دغه اړوند څه وکړي.

ټرمپ ويلي " ۱.۳ اربه ډالره چې مونږ د اوبو په څېر ورکړي هغه ما ودرول، او د هغو هېوادونو پېسې مې هم ودرولې چې مونږ ته يې په ملګرو ملتونو کې ووټ نه دی راکړی".

هغه ويلي دغو هېوادونو ته يې په اربونو ډالره ورکړي خو دوي ورته په ملګرو ملتونو کې ووټ نه دی ورکړی.

صدر ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا دپاره په امریکايي تګلاره او بيا د تېر کال په لومړۍ نېټه په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.

هغه ويلي ؤ پاکستان ته يې په اربونو ډالره ورکړي خو په بدل کې ورته پاکستان دروغ ويلي او به خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي.

پاکستان دغه تورونه ردوي.

امریکايي صدر تازه بيان په داسې حال کې ورکړی چې امریکا په افغانستان کې د سولې دپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان يوه مياشت وړاندې ویلي ؤ چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ترې د يو خط د لارې د افغان طالبانو سولې ته په اماده کولو کې مرسته غوښتې ده.

او په تېرو دوه مياشتو کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د صدر ټرمپ ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د کابل، اسلام اباد او متحده عرب اماراتو سره د نورو هېوادونو سفرونه هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG