لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پښتونخوا کې دجنسي ځورؤنو په ضد رخشنده ناز محتسبه ټاکل شوې


دخیبر پښتونخوا صوبې حکومت په وړومبي ځل د ښځو د جنسي ځورونو په ضد دبشري حقونو فعاله رخشنده ناز محتسبه یا قاضڼه مقرر کړې ده.

حکومت دا ګام وروسته له هغې اخستې چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په نزدې وختونو کې څو ماشومانې د جنسي تیري نه وروسته په بې دردۍ سره ووژل شوی اؤ ددې ترڅنګ د ګڼو میرمنو د جنسي ځورونو راپورونه هم مخې ته راغلل.

په پېښور کې د صوبایي کابینې له غونډې وورسته د اطلاعاتو صوبایي وزیر شوکت علي یوسفزئ میډيا ته ویلي دي چې کابینې د جنسي ځورونې په ضد دمحتسبې په توګه د رخشنده ناز ته د ذمه واریو سپارلو پرېکړه کړې ده.

تر دې وړاندې په دفترونو اؤ د روزګار په نورو ځایونو کې دمیرمنو دجنسي ځورونې په ضد یو قانون ـ(تحفظ ایکټ ۲۰۱۰) هم دصوبایي حکومت لخوا پځائ شوی ؤ چې دهغې له مخې دجنسي ځورونې په ضد د صوبايي محتسب ټاکنه ضروري وه خو حکومت په دغه ټاکنه تر اوسه نه ؤ توانیدلی.

دجنسي ځورونې په ضد د محتسب د نه ټاکل کیدو په ضد یو غیر دولتي سازمان د پېښور ایالتي محکمې ته عریضه هم کړې وه چې محکمې په کال ۲۰۱۷م کې په دغه منصب د یو تن د ټاکنې امر کړی ؤ.

د اطلاعاتو وزیر وایي د صوبې دچیف سیکرټري په مشرۍ کې کمیټې دمحتسب د عهدې دپاره درې نومونه کابینې ته وړاندې کړي وؤ چې په هغې د ژور بحث اؤ غور نه وروسته د رخشنده ناز د نوم منظوري ورکړل شوه.

رخشنده ناز دمیرمنو دحقونو دپاره په مبارزه دبوخت یو غیر دولتي سازمان مشري پغاړه لري اؤ هغې تیره میاشت وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ چې دمیرمنو دجنسي ځورونو په ضد که دپاکستان ریاست پورته کیدونکو غږونو ته غوږ ونه نیولو نو هغوئ به دا ستونزه په نړیوالو فورمونو راپورته کړي.

تیره میاشت دمیرمنو په ضد د تاؤ تریخوالي د نړیوالې ورځې په مهال دخیبر پښتونخوا دپولیسو دشمیرو څخه په ډاګه شوې وه په نهمو میاشتو کې ۴۱میرمنو په دفترونو کې دجسماني ځورونو اؤ یوې ښځې د جنسي ځورونې شکایتونه درج کړي دي.

خو میرمن رخشنده ناز ډیوه ته ویلي وؤ چې دپولیس لخوا د ښودل شوؤ شمیرو نه ور په اخوا ډیرې میرمنې داسې هم شته چې هغوئ دځان په ضد په شوؤ تیریو غلي پاتې شوي اؤ څوک یې نه دي خبر کړي.

رخشنده ناز وایي چې دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي یا د زیاتیو په پېښو اکثره مهال دپښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو میرمنې دخپل عزت له ویرې یا خو غلي پاتې شي اؤ یا په جرګو مرکو کې په سیمه ییزه کچه دغه پېښې کورنۍ خپلو کې فېصله کړي اؤ ریکارډ یې مخې ته رانه شي.

XS
SM
MD
LG