لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په اوکاړه کې د ۱۸۰۰۰ اېکړه ځمکې له ملکیت څخه په شا شوی


په پاکستان کې د بشري حقونو د قامي کميسیون مشر علي نواز چوهان ويلي، پوځ د پنجاب اوکاړه ښار کې د اتلس زره ايکړه ځمکې ملکيت نه وروسته شوې دی او دا یې منلې ده چي دا ځمکه د پنجاب د حکومت ده.

ډيوه ريډيو سره د خبرو پر وخت علي نواز چوهان ويلي دي، چي تمه ده ډیر ژر به د پوځ او د اوکاړه فارمونو د کارکونکو ترمنځ تړون وشي او پوځ منلي ده چې د ځمکې د ملکيت ترلاسه کولو څه اراده نه لري.

علي نواز چوهان وايي، پوځ بيان ورکړې دې د ځمکي ملکيت دعوې نه لري او مني چي دا د پنجاب حکومت ځمکه ده.

هغه وړاندې وویل، بزګرو یا زميندارانو ته به د تيرو اتلسو کالو اجاره معاف کولې شي خو له دې نه پس به دوي يا پوځ ته او يا بيا پنجاب حکومت ته اجاره ورکوي.

عوامي ورکر گوند چي دې قضيي کښي فريق دی دا دې يوه غړي عصمت شان جهان وايي، ښه خبره ده چي پرامنه توګه دا قضيه حل شي خو چي کوم خلک تيرو پنځوسو کالو نه زيات په دې ځمکو کرونده کوي بايد چي د ځمکې ملکيت دې هم هغوي ته ورکړل شي.

اوکاړه نه علاوه ګرډ پاکستان او خصوصي توګه پنجاب صوبه کښي داسې ډيرې ځمکې دي چي پوځ پرې د ملکيت دعوي لري.

اوکاړه ملټري فارمونو دا قضيه کال ٢٠٠٠ نه روانه ده او په دې کښي ديارلس تنه وژل شوي هم دي دغه شان يو شمير په جيلونو کښي هم دي، حتې چي هغه خبريالان هم په بندي خانو کښي آچول شوي دې چي دې قضيي په اړه به یې راپور ورکاوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG