لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانانو ته په پوله او هوايي اډو ويزې ورکول ودرولي دي


پاکستاني چارواکو د امنيت په موخه په پوله او هوايي اډو باندې افغان وګړو ته د پاکستان ويزې ورکول ودرولي دي.

له دې وړاندې به افغانانو ته پاکستان ته په ورتلونکو لارو (پوائنټس) باندې د ۳۰ ورځو دپاره ويزه ورکړی کېده خو اوس به دوي دغه هېواد ته د تګ دپاره د پاکستان د سفارتي مرکزونو څخه ويزې اخيستو ته اړتيا لري.

د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي ای) د اميګرېشن د څانګې مشر عصمت الله جونېجو د زيارت، پنجشنبې په ورځ ويلي، د ويزې د پاليسۍ د بدلون سره پاکستان ته د راتلونکو افغانانو په ګرځېدو هم ځينې بندېزونه لګول شوي دي.

خو په اسلام اباد کې د افغانستان مرستيال سفير زردشت شمس وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ویلي د پاکستان لخوا خو افغانانو ته دغه اسانتيا د وړاندې نه وه ترلاسه.

ښاغلي شمس وويل دوي د پاکستان نه دغه غوښتنه کوي چې د ويزې اسانتياوې ورته اسانې کړي خو پاکستان دغسې نه کوي.

جونېجو ويلي هغه افغانان چې پاکستان ته داخل شي دوي به يو ځانګړی رجسټرېشن فارم ډکوي او په هغې کې به دلته د پاتې کېدو د وخت او ځای تفصيل ښايي.

هغه ويلي دا تفصيلات به د اړونده پوليس تاڼې سره د نور پخلي دپاره شريکولی شي.

جونېجو زياته کړې د پخلي په پروسه کې به د اميګرېشن چارواکي افغان ويزا لرونکو ته د پاتې کېدو دپاره اجازت نامه ورکوي او دغه خلک چې بيرته ستنيږي دا اجازت نامه به ورته بيرته واپس کول وي.

د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د شمېرو ترمخه دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لاکه رجسټر شوي افغان کډوال ژوند کوي چې پکې نهه لاکه په خېبرپښتونخوا، درې لاکه او۲۰ زره په بلوچستان، يو لاک ۲۰ زره په پنجاب، او ۶۳ زره افغان کډوال په سیند ايالت کې مېشت دي.

د یوې اندازې له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۱۰ لاکه افغان کډوال نور هم اوسېږي چې له یو این ایچ سي ار سره د مهاجرینو په توګه رجسټر نه دي.

افغان چارواکي، عام خلک او په ځانګړي ډول سوداګر شکايت کوي چې د پاکستان د ويزې په ترلاسه کولو کې ورته ډېر مشکلات وي.

سوداګر وايي دوي ته اول ويزې نه ورکړی کيږي او که ويزې ورته ورکړی شي نو په هغې کې بيا ډېر بندېزونه هم په ځای کړی شوي وي.

افغان چارواکي د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو هم مخالفت کوي او وايي دا تار به د پولې دواړو غاړو ته مېشته کورنيو ته ستونزې جوړې کړي او دا کورنۍ به وويشي.

خو پاکستان وايي په ۲۶۱۱ کلوميټره پوله باندې د سيمو ازغن تار د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره لګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG