لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومند ډېم د بنياد اېښودو ځنډېدلې پرانسته به په ۱۳م جنورۍ کيږي


د پاکستان د اوبو د وسيلو مرکزي وزير ويلي، د مومند ډېم د بنياد اېښودو پرانسته به د روانې مياشتې (جنورۍ) په ۱۳م نېټه وشي.

مرکزي وزير فېصل واډا دا څرګندونه يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې کړې ده.

هغه ویلي مومند ډېم به په هر قيمت جوړولی شي ځکه چې په ملک کې د اوبو په کموت قابو وموندل شي.

د مومند ډېم د بنياد اېښودو دپاره له دې وړاندې د دوېمې جنورۍ نېټه ورکړی شوې وه خو د نامالومه علت له کبله په دغه ټاکلي وخت پرانسته ونه شوه.

د پاکستان ميډيا بيا داسې خبرونه خپاره کړي ؤ چې ګنې د ډېم د جوړولو په ټېکه لانجه جوړه شوې ځکه پرانسته وروستو کړل شوې وه.

دغه ټېکه اوس د ډېسکون په نوم شرکت ته ورکړل شوې او ويل کيږي دغه کمپني د وزيراعظم عمران خان د مشير عبدالرزاق داؤد ده.

مخالفه ګوندونو د ډېم د ټېکې ډېسکون ته په ورکولو نيوکې کړي چې حکومت خپل مشير ته په خوښه دا ټېکه ورکړې ده.

او پاکستان پيپلز ګوند ويلي د ټېکې د روڼتيا په ځای ساتلو په لړ کې به د احتساب قامي ادارې نېب ته خط ليکي او زیاته کړې يې ده دوی هيله کوي چې حکومت به په داسې کولو اعتراض ونه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د مخالفه ګوندونو لخوا د ټېکې د تورونو په ځواب کې وايي، رزاق داؤد د کمپنۍ څخه لاس اخیستي او کورنۍ ته يې پرېښودې ده.

د مومند ډېم پروسه چې د تېرو څو لسیزو راهسې پرې خبرې روانې دي، او د ډېم جوړولو دپاره چارواکي ادعا کوي چې ځمکې اخیستل شوي خو ځايي خلک غوښتنې کوي چې بايد د ډېم جوړېدو سره د دوي ستونزې هوارې شي.

ځايي خلک وايي د ټېکې ورکولو سره کار نه لري خو د ډېم جوړېدو سره دوي غوښتنې لري چې علاقې ته دې د څښلو پاکې اوبه، د ډېم رايلټي، په بجلۍ کې برخه، د ضلعې برنو برخو ته د اوبه خور نظام غځول او ځايي خلکو ته دې نوکرۍ ورکړی شي.

په مومند ډېم ويل کيږي د درې سوه اربه روپو نه زیات لګښت راځي او نزدې ۸۰۰ مېګاواټه بجلي به پېدا کوي، د دې سره به د اوبو په کموت قابو راوستی شي او ډېری ځمکې به د اوبه خور لاندې راشي.

د دې ډېم ۷۵ فيصده برخه په مومندو کې او پاتې په ملاکنډ او باجوړ سیمو کې راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG