لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان خارجه وزیر خپل ترکي سیال سره په افغان سوله خبرې کړي


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي دترکي په انقره کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر میولوت چاوش سره لیدلي اؤ ورسره یې دافغان کشالې په سوله ییز هواري خبرې اترې کړي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي په دغه لیدنه کې دواړه لوري په دې خبره صلاح شوي چې دافغان کشالې سوله ییز هواري دپاره به ګډو هڅو ته دوام ورکوي.

دترکي دبهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې شاه محمود قریشي ویلي دي چې دافغانستان دشخړي دهواري په هکله دپاکستان اؤ ترکي دریځ یو رقم دی اؤ دا د خوښۍ ځائ دی چې دترکي اؤ پاکستان اړیکې تر دولتونو محدودې نه دي.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه لیدنه کې خپل ترکي سیال په دې وروستیو کې افغانستان کې دسولې په موخه بیلابیلو هیوادونو ته دخپلو سفرونو د جزئیاتو څخه هم خبر کړی اؤ ورته یې ویلي چې پاکستان غواړي افغان کشاله باید دسیاسي لارې هواره شي.

دترکي خارجه وزیر افغانستان کې دسولې دپاره دپاکستان هڅې ستائیلي اؤ ویلي یې دي چې افغانستان کې دامن اؤ سولې دټینګښت لاره کې دپاکستان کردار زیات مهم دی.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان تیره میاشت خبریالانو ته ویلي وؤ چې امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ ترې دیو لیک دلارې غوښتي چې طالبان باید افغان دولت سره خبرو ته کښېنوي اؤ پاکستان به دافغان سولې په لړ کې امریکا اؤ افغان دولت سره بشپړه همکاري کوي.

دعمران خان له دغو څرګندونو نه وروسته افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دوه کرته مخ په مخ په قطر اؤ متحده عرب اماراتو کې دطالبانو استازو سره ولیدل اؤ هغوئ یې افغانستان کې سولې ته تشویق کړل.

خو طالبان وایي ترهغې به افغان دولت سره مخ پر مخ خبرو ته نه کښیني ترڅو چې افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

په افغانستان کې دناټو اؤ امریکایي ځواکونو کمانډر جنرال مېلر تیره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې افغانستان کې ترڅو بشپړه سوله نه وي راغلي تر هغې به افغانستان کې روانې جګړې ته دوام ورکولی شي

XS
SM
MD
LG