لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ د مشرف اؤ زرداري په ضد د این ار او دوسیه ختمه کړه


دپاکستان سپریم کورټ د هیواد دپخواني صدر اصف زرداري اؤ دپخواني پوځي امر پرویز مشرف په ضد د این ار او یا ملي جوړجاړي دوسیه ختمه کړې ده.

په دغه دوسیه کې د فیروزشاه ګیلاني یو تن محکمې ته عریضه کړې وه چې داین ار او دلارې دغبن دوسیې تړل شوي اؤ له دې امله قامي خزانې ته د اربونو روپو زیان رسیدلی دی.

محکمې پروسکال داپریل میاشت کې ددې دوسیې د اوریدنې په مهال اصف علي زرداري اؤ جنرال(ر) پرویز مشرف ته نوټسونه ورکړي وؤ ؤ د هغوئ دواړو د جائیدادونو تفصیلات یې هم غوښتي وؤ.

د جمعې په ورځ دسپریم کورټ دمشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزې څانګې ددغه دوسیې یو ځل بیا اوریدنه کړې ده.

په دغه موقعه قاضي ثاقب نثار ویلي چې د پرویز مشرف اؤ اصف زرداري د جائیدادونو تفصیلات رارسیدلي اؤ قانون به خپله لاره پخپله جوړوي.

محکمې د هیواد دپخوانیو صدرانو پرویز مشرف، اصف علي زرداري اؤ پخواني اټارني جنرل یا لویې څارنوال ملک قیوم په ضد د این ار او دوسیه ختمه کړه اؤ دعریضه کوونکي فیروز شاه ګیلاني عریضه له مینځه یوړه.

این ار او څه ده؟
دپاکستان پخواني پوځي امر جنرال پرویز مشرف په پینځم اکتوبر کال۲۰۰۷م کې د ملي جوړ جاړي قانون لاسلیک کړو چې ورته این ار او نوم ورکړل شو.

د اوو نکتو ددغه قانون مقصد دملي جوړجاړي وده،دسیاسي انتقام روایت له مینځه وړل اؤ د ټولټاکنو عمل ته روڼوالی وربخښل ښودل شوي وؤ.

په هغه مهال ددغه قانون دلاندې د اتوؤ زرو نه زیاتې مقدمې ختمې کړل شوې وې.

همدغه قانون دلاندې په هغه وخت کې دپاکستان دپخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو هیواد ته د بیرته راتګ لاره هواره شوې وه اؤ ددې تر څنګ ګڼو نورو مهمو سیاستمدارانو هم ددغه قانون څخه ګټه پورته کړې وه.

په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۰۹م کې د سترې محکمې ۱۷ کسیزې څانګې دغه قانون لغوه کړې اؤ ددې په اساس ختمې کړل شوې ټولې مقدمې یې بیا بحال کړې وې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG