لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مومندو ډېم په ټېکه کې پر تحریک انصاف ګوند ولې نیوکې کېږي؟


د پاکستان د اوبو د وسيلو مرکزي وزير فیصل واوډا ويلي، د مومند ډېم د بنياد اېښودو پرانسته به د روانې مياشتې (جنورۍ) په ۱۳م نېټه وشي.

مرکزي وزير دا څرګندونه يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې کړې ده.

هغه ویلي مومند ډېم به په هر قيمت جوړولی شي ځکه چې په ملک کې د اوبو په کموت قابو وموندل شي.

د مومندو د ډېم د پرانستې نېټه په داسې حال ټاکل شوې ده چې په پاکستان کې د مخالفه سیاسي ګوندونو له خوا نیوکې کېږي، د دې ډېم د جوړولو ټېکه د کمپنیو یوې ډلې ته ورکړل شوې، چې پکې د ډسکن په نوم پاکستانۍ کمپني هم شامله ده، د عمران خان د تجارت سلاکار عبدالرزاق داود هم په دې کمپنۍ کې برخه لري.

د پاکستان د انګرېزي ژبې وتلې ورځپاڼې ډان پخپله اداریه کې لیکلي، چې که د مومندو د ډېم ټېکه د عبدالرزاق داود کمپنۍ ته ورکړل شوې وي او قوانینو ته پکې پام نه وي شوی نو دا به د عمران خان په حکومت او سیاست یوه غټه پوښتنه را اوچتوي. ډان لیکي:

"که چېرې دا ریښتیا وي نو دا به د عمران خان د هغو وعدو په ضد دي چې ویل به یې، د هغه په مشرۍ کې به کاروبار او سیاست بېل ساتل کېږي".

د پاکستان د پیپلز ګوند یو وتلي غړي او پخواني سنېټر فرحت الله بابر پر ټویټر لیکلي، دا دعوه کېږي چې سلاکار داود له دغې کمپنۍ نه ځان بېل کړی او دا ټېکه د ده تر څوکۍ سمبالولو وړاندې شوې وه. فرحت الله بابر وایي:

"آیا اوس د دې خبرې تردید کېدای شي چې هغه [رزاق داود] یا د هغه کورنۍ د ډسکن کمپنۍ ملکیت لري".

د مسلم لیګ نواز ډلې یوه مشر سعد رفیق تېره ورځ د تحریک انصاف د حکومت پر دغو پالیسیو د نیوکو په وخت ویلي وو، دا څنګه کېدای شي چې یو تن په حکومت کې هم وي او کمپنۍ ته یې ټېکې هم ورکول کېږي.

عمران خان د 2016م کال په اکتوبر کې پخپل یوه ټویټ کې د نوازشریف نه غوښتنه کړې وه چې په هند کې خپلې کاروباري اثاثې څرګندې کړي او دا خبره سپینه شي چې د کاروبار او سیاست تر منځ کوم تضاد خو نه راځي.

د 2017م کال په جنورۍ کې د پاناما کېس اورېدو په مهال هم د عمران خان وکیل نعیم بخاري هم په سپریم کورټ کې د نواز شریف د واک اختیار په وخت د کاروبارونو سمبالولو په اړه سپیناوی غوښتی وو.

په پاکستان کې د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل پاکستان چارواکي جسټس ضیا پروېز مطبوعاتو ته ویلي، چې د مومندو ډېم د ټېکې په ورکولو کې د قانون خیال نه ساتلو په اړه ورته شکایت ورکړل شوی او دوی ورته کتنه کوي.

په دغه شکایت کې له ډسکن پرته کومې چینایي کمپنۍ ته چې ټېکه ورکړل شوې ده، پر هغې هم نیوکې شوې دي چې د ورلډ بېنک له خوا په 2015م کال کې په نیپال کې د قانوني سرغړونو پر سر د اتلسو میاشتو لپاره له کاره درول شوې وه.

پاکستان پيپلز ګوند ويلي د ټېکې د روڼتيا په ځای ساتلو په لړ کې به د احتساب قامي ادارې نېب ته خط ليکي او زیاته کړې يې ده دوی هيله کوي چې حکومت به په داسې کولو اعتراض ونه کړي.

د عمران خان د حکومت دریځ:

د تحریک انصاف د مرکزي حکومت وزیر فیصل واوډا د جمعې په ورځ له یو شخصي ټیلیویژن سره د خبرو په وخت د خپلو سیاسي مخالفینو نیوکې رد کړې او ویې چې په ټېکه ورکولو کې کوم د قانون خلاف ورزي نه ده شوې. هغه وویل د مخالفینو نیوکې د ډېم جوړولو د درولو یوه هڅه ده.

روانه اوونۍ د پاکستان د بجلۍ او اوبو (واپډا) د محکمې مشر مزمل حسین یوې خبري غونډې ته ویلي وو، چې دا ټېکه له قوانینو او ضوابطو سره سم تر سره شوې او دوی د رشوتونو اخیستلو خلک نه دي. مزمل حسین په دغه خبري کانفرنس کې دا خبره منلې وه، چې ټېکه د عبدالرزاق داود کمپنۍ ته ورکړې ده.

د عبدالرزاق داود د دفتر له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې ده خپل ځان له ډسکن کمپنۍ بېل کړی دی، خو مطبوعات پوښتنې را پورته کوي چې دا اوس د ده د کورنۍ ملکیت دی او که د چا.

د پاکستاني مطبوعات تر مخه د مومند ډېم پر جوړولو به شاوخوا 309 اربه روپۍ خرڅ راځي او نزدې 800 مېګاواټه بجلي به پېدا کوي، د دې سره به د اوبو په کموت قابو راوستی شي او ډېری ځمکې به د اوبه خور لاندې راشي. د دې ډېم ۷۵ فيصده برخه په مومندو کې او پاتې په ملاکنډ او باجوړ سیمو کې راځي.

په پاکستان کې سیاستوال اکثر مالدار خلک دي، چې یا خو کاروباریان او صنعتکاران دي یا جاګیرداران او یا قبایلي ملکان، سرداران او نوابان دي. یو څو مثالونه یې دا دي چې د پیپلز ګوند مرستیال مشر آصف علي زرداري جاګیردار او د پي ایم ایل این مشران نوازشریف او شهباز شریف لوی صنعتکاران دي.

د عمران خان په ګوند کې جهانګیر ترین، عبدالرزاق داود او نور یو شمېر کاروباري کسان شامل دي. خارجه وزیر شاه محمود قرېشي هم پخپله د پنجاب یو غټ جاګیردار دی.

XS
SM
MD
LG