لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سیمې او نړۍ مهم خبرونه


په سوریه کې د داعش په وړاندې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د بریا له اعلانېدو او له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له خبر څخه تر دوه اونیو زیات وخت تېر شو خو تر اوسه هم د سرتیرو د وتلو لپاره کوم مهال وېش نه دی ټاکل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه یو جګ پوړي چارواکي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، مونږ له سوریې څخه د خپلو پوځونو د وتلو لپاره کوم مهال وېش نه لرو.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به په راتلونکې اونۍ کې منځني ختیځ ته ولاړ شي.

د بهرنیو چارو د وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي وړاندې وویل، چې مونږ اوس د سرتیرو د وتلو په پلان باندې کار کوو او دا پلان به له خپلو متحدینو او ملګرو سره په نږدې همغږی کې جوړوو.

------------

په یمن کې د امریکا په یو هوايي برید کې د ۲۰۰۰ کال د هغې بمې چاودنې یو پلان جوړونکی یا ماسټر ماینډ په نښه شوی په کوم کې چې د امریکا ۱۷ سمندري سرتیري وژل شوي وو.

دغه برید د یو اس اس پول په نامه د امریکا په یوې سمندري بېړۍ باندې شوی وو.

د امریکا د مرکزي قوماندې ویاند بېل اربن وايي چې په نښه شوی کس جمال البداوي نومېده چې د القاعده شبکې د هغو شپږو کسانو له ډلې څخه وو چې یاد برید یې تنظیم کړی وو.

د امریکا ددفاع وزارت چارواکو امریکا غږ ته ویلي دي چې امریکا تر اوسه هم د ډي ان اې معایناتو ته په تمه ده چې د جمال وژنه پرې تایید کېدای شي.

-----------


د امریکا سمندري سرتیری اېډوارډ ګلېګر پلان لري چې په عراق کې د جګړې پرمهال د ګڼو جنګي جرمونو په برخه کې خپل ځان بې ګناه اعلان کړي.

د نوموړي وکیل د جمعې په ورځ وویل، چې اېډوارډ به د ټولو هغو تورونو په برخه کې چې په ده باندې لګول شوي ځان بې ګناه ثابت کړي.

پوځي څارنوالان وايي، ګلېګر د عراق په موصل کې د خپل څلورم دور پوځي ماموریت پرمهال یو شمېر جنګي جرمونه ترسره کړي دي.

دوی زیاتوي چې ګلېګر د بېلګې په توګه په ملکي عراقیانو باندې یې ډزې کړي، د داعش یو نیول شوی ځوان کس یې تر مرګه په چاړې وهلی او بیا یې تر وژلو وروسته د هغه له مړي سره خپل انځور ویستی.

دا په داسې حال کې چې د داعش یاد کس تر نیول کېدو او بندي کېدو وروسته د یوه امریکايي ډاکټر لخوا تر درملنې لاندې وو.

-------------

له مکسیکو سره په پوله د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د دیوال د جوړېدو لپاره د لګښتونو پر مسلې د سپینې مانۍ او د کانګرس د غړو ترمنځ نانندرۍ لا روانې دي، خو داسې نه ښکاري چې د امریکا جزوي تړل شوی حکومت دې ژر بېرته پرانستل شي.

ټرمپ د جمعې په ورځ وویل، هغه د کانګرس له مشرانو سره د حکومت د تړل کېدو یا شټ ډول پر مسلې ګټورې خبرې درلودې خو د ډیموکراټانو مشرانو د سپینې ماڼۍ خبرو ته بل ډول کتلي دي.

په سېنېټ کې د ډیموکراټانو مشر چک شومر خبریالانو ته ویلي چې ولسمشر ګواښ کړی چې حکومت به د ډېر وخت لپاره بند وساتي چې ښايي میاشتې او یا کلونه وخت ونیسي.

ټرمپ ددغه دیوال د جوړېدو لپاره د ۵.۶ بیلینه ډالرو غوښتنه کړې.

----------------

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ د جمعې په ورځ وویل، دوی د پخواني امریکايي سمندري سرتیري پاول ویلن په اړه ډېر زیات خواشیني دي څوک چې د امریکا او برتانیې دوه ګونی تابعیت لري او په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی.

هنټ له سکای نیوز سره په مرکه کې روسیې ته خبرداری ورکړ چې له افرادو سره باید د ډیپلوماټیکو ګټو لپاره کار وا نه خېستل شي او زیاته یې کړه چې برتانیه به له نیول شوي کس سره هر ډول مرسته چې ورته اړتیا یې وي وکړي.

د امریکا سفارت د ویلن د برتانوي تابعیت یا شهریت په اړه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ برتانیې ته معلومات ورکړي وو.

XS
SM
MD
LG