لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خړ فهرست نه وتلو دپاره اېف ای ټي اېف د خپلو اخيستل شوؤ ګامونو څخه خبروي


پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې (فاينانشل اېکشن ټاکس فورس، اېف ای ټي اېف) ته خپل رپوټ ورلېږلی او يو پلاوی يې اسټريليا ته روان شوی چې د خپلو اقداماتو نه يې خبر کړي.

ډان ورځپاڼې ويلي د خزانې د سېکتر عارف احمدخان په مشرۍ ۱۲ کسيزه پلاوی د اسټريليا سډني ښار ته روان شوی او هلته به د اېف ای ټي اېف په درې ورځنۍ غونډه کې ګډون کوي.

پاکستانی پلاوی به اېف ای ټي اېف د خړ فهرست نه وتلو دپاره د حکومت لخوا اخيستل شوؤ ګامونو څخه نړيوال سازمان خبروي.

د پاکستان لخوا د ترهګرۍ د مالي مرستو او په غېر قانونه د پېسو لېږلو په لړ کې د اخيستل شوؤ ګامونو په رپوټ کې ويل شوي چې د بېنکونو د لارې ځینې مشکوکې پېسې لېږل رالېږل يې نيولي دي.

د دې ترڅنګ ويل شوي چې د بېنکونو د لارې نه علاوه د پاکستان او افغانستان او پاکستان او ايران په پولو باندې د پېسو وړلو راوړلو دنده کيږي، د کومې د مخنيوي دپاره چې پاکستان ګامونه اوچت کړي دي.

د پاکستان نوم د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې تېر کال د فرورۍ په مياشت کې شامل کړی شوی ؤ.

پاکستان ته د خړ فهرست نه وتلو دپاره ویل شوي وو چې د نړیوال تر هګر ګرځول شوي مذهبي مشرحافظ سعيد د غېر قانونه حساب کتاب د پلټنو نه علاوه دې د ځینې نورو تندروه ډلو په ضد کلک ګامونو واخلي او په قانوني او ادارتي انتظاماتو کې نيمګړتياوې دې ختمې کړي.

د پاکستان نه د ویړیا کار کوونکو ډلو د څار دپاره هم د اوسني قانوني نظام بدلولو غوښتنه شوې وه.

ادارې ويلي وو چې په غېر قانوني لاره د پېسو لېږلو يا مني لانډرنګ د مخنيوي په لړ کې هم کمی دی او په تورخم او چمن کې یې د پیسو د ورکړې راکړې د ازاد او غېرقانونه کاروبار تړلو سپارښتنه يې کړې وه.

اېف ای ټي اېف د تورخم او چمن نامې کیدی شي ځکه اخستې وي چې دواړه ښارونه د افغانستان په سرحد پراته دي. او کېدی شي وجه یې دا وي چې دغلته مشکوکه ترهګرې ډلې د پېسو په ورکړې راکړې کې لاس لري.

اېف ای ټي اېف دا هم ويلي وو چې په ځيني برخو کې قانون موجود دی خو د مالي بهير د کمولو دپاره کوم عملي نظام نشته، او دغه شان د ځمکو په کاروبارونو کې هم دا کار عام دی او د غټو کاروباريانو معاملات هم د قانوني چوکاټه بهر دي.

ويل شوي که پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي په لړ کې د اېف ای ټي اېف سپارښتنې پوره نه کړې نو په تور فهرست کې به شامل کړی شي.

او که پاکستان تور فهرست ته ځي نو نه يواځې په معاشي توګه نور کمزوری کېدی شي بلکې په نړيواله کچه د بدنامۍ سره مخ کېدلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG